کور / خبرتیا او پيغامونه / دروسيې او افغانستان د مناسباتو په اړه د گډې جرگې پرېكړه ليك

دروسيې او افغانستان د مناسباتو په اړه د گډې جرگې پرېكړه ليك

 
مسكو  –  روسيه
د 2009 م كال د مې (12 – 18)  نېټه
د 2009 م كال د مې د مياشتې له 12 څخه تر 18 نېټې پورې د روسيې ( د نفوس پوهنې ، مهاجرتونو او سيمه ييزې پرمختيا انستيتوت ) په نوښت او هلو ځلو ، د افغانستان او روسيې د دپلوماتيكو اړيكو د نوي يمې كاليزې په وياړ د روسيې په پلازمېنه مسكو كې يو علمي او څېړنيز كنفرانس ( فوروم) جوړ شو.


په دې علمي كنفرانس ( جرگه) كې د دواړو هېوادونو  يو شمېر لوړ پوړو حكومتي چارواكو، د مدني ټولنو، علمي او ټولنيزو بنسټونو استازو، او د ملي شورا يو شمېر غړو برخه اخيستې وه.

په دې څو ورځني كنفرانس كې ، په بېلابېلو ډګرونو كې د افغانستان او روسيې اړيكي په هر اړخيز ډول وڅېړل شول  او د دوه اړخيزو مناسباتو پر  پراختيا،پرمختيا، ټينگښت او سمون ټينگار وشو.

د كنفرانس برخوالو د خپل كار په پاى كې، د نتيجې په توگه، دغه لاندې پرېكړه ليك تصويب كړ:

الف  – په كلتوري برخه كې :
1 – د دواړو هېوادونو له حكومتونو څخه هيله كېږي ، چې د دوه اړخيزو كلتوري مناسباتو د پراختيا لپاره، د كلتوري همكاريو يو تړون لاسليك كړي .


2 – يو بل ته د دواړو هېوادو د ولسونو د كلتور د ښه ورپېژندلو لپاره، د دواړو خواوو له دولتي چارواكو څخه هيله كېږي، چې په مسكو كې د افغانستان د يو داسې كلتوري مركز د جوړېدو چارې سمبال كړي، چې يو ښوونځى، كتابتون، جومات او د غونډو يو منځنى سالون ولري . دغه راز د روسيې له حكومت څخه هيله كېږي، چې په كابل كې خپل كلتوري مركز له سره ورغوي او فعال يې كړي .

3 – د روسيې له دولتي مقاماتو څخه هيله كېږي ، چې د افغان كدرونو د روزنې لپاره، افغانستان ته هر كال په بېلابېلو برخو كې  لږ تر لږه 500 تحصيلي بورسونه وركړي . د افغانستان له حكومت څخه هيله كېږي ، هغو روسي محصلينو ته، چې پښتو او دري ژبې زده كوي ، د لنډ مهالو او اوږدمهالو كورسونو او تحصيلي بورسونو په برخه كې مرستې او اسانتياوې برابرې كړي .

4 – د روسيې له  دولتي مقاماتوڅخه هيله كېږي، چې په لومړي گام كې د ښه نيت په هيله،  د افغانستان په څلورو لويو ولايتونو ( كندهار، هرات، ننگرهار او بلخ )كې يوه يوه مسلكي لېسه له ټولو معاصرو اسانتياوو سره فعالې كړي، او وروسته د امكاناتو په صورت كې دا لړۍ نورو ولايتونو ته هم وغځوي.

5 – د افغانستان او روسيې له حكومتونو څخه هيله كوو، چې د خپلمنځي همكارۍ داسې يو ميكانيزم  جوړ كړي، چې د هغه له مخې په روسيه او پخواني شوروي اتحاد كې د روزل شويو افغانانو له تجربو، انرژۍ او خلاقيت څخه، د افغانستان په بيا رغونه او نوې جوړونه كې موثره گټه واخيستل شي .  

6 –  د روسيې له چارواكو څخه هيله كوو، چې د افغانستان د تعليمې او تحصيلي نصاب د كتابونوپه چاپ، د چاپخونو په جوړونه او د  دولتي تلويزيوني او راديويي تاسيساتو په بيا رغونه او نوې جوړونه كې د افغانستان له حكومت سره مرسته وكړي .

ب : په اقتصادي برخه كې :
– د كنفرانس برخوالو له دواړو حكومتونو څخه وغوښتل، چې د خوراكي موادو، انرژۍ ، صنعتي پرمختيا او كرنې د عصري كولو لپاره د خپلمنځي همكاريو يو تړون لاسليك كړي .


2 – په  كنفرانس كې ټينگار وشو، روسيه دې په افغانستان كې د هغو (142) پروژو پر بيا رغونه لاس پورې كړي، چې د پخواني شوروي اتحاد پر وخت د روسي او شوروي ماهرانو له خوا  جوړې شوي او د جگړو پر مهال يې اكثره بېرته له كاره غورځېدلې دي .  سربېره پر دې له روسيې څخه غوښتنه  وشوه، چې په افغانستان كې د نورو نويو او لويو اقتصادي پروژو پر جوړونه لاس پورې كړي .

3 – د كنفرانس برخوالو وويل : د روسيې له حكومت څخه هيله كوو، چې په افغانستان كې، د نويو برېښنا بندونو او اوبه خور سيستم په جوړونه كې د افغانستان له حكومت سره مرسته او همكاري وكړي.

4 – د افغانستان او روسيې له حكومتونو څخه غوښتنه كوو، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د تجارتي او اقتصادي همكارۍ لپاره يو بين الحكومتي كميسيون جوړ كړي .

5 – له روسيې څخه هيله كوو، چې د افغانستان د حكومت د غوښتنې په حالت كې، د افغانستان اسلامي جمهوريت ته د اوږدې مودې دولتي كريډيټ (پور) وركړي، او همدارنگه پر 1991 م كال د روسيې په بهرني اقتصادي بانك كې  د افغاني سوداگرو كنگل شوي حسابونه بيرته ازاد كړي . ددې تر څنگ د روسيې له چارواكو څخه هيله كوو ، چې روسيې ته د افغانستان د توليداتو او پيدا وارو د صادرولو په برخه كې په گمركي محصولاتو كې كمى او اسانتيا راولي او د افغانستان له حكومت څخه هيله كوو، چې په افغانستان كې د روسي توليداتو د صدور او پانگونې په برخه كې له روسي سوداگرو او پانگوالو سره مرسته او همكاري وكړي.

6 – د دواړو هېوادونو د تجارت د اتاقونو تر منځ دې د دايمي همكارۍ زمينه برابره شي .

7 – د افغانستان اسلامي جمهوريت له دولت څخه هيله كوو، چې په افغانستان كې د روسي بانكونو د پرانيستلو زمينه برابره كړي ، دا كار به په افغانستان كې د روسي پانگوالو له پانگونې سره مرسته وكړي .

ج : په امنيتي برخه كې :
1 – د كنفرانس برخوالو  په افغانستان كې د بحران د حل لپاره، يوازې پوځي لار بې گټې وبلله، ټينگار يې وكړ، چې د امنيت د ټينگښت لپاره بايد له نورو سوله ييزو لارو چارو څخه هم كار واخيستل شي . دوى  له روسيې او افغانستان څخه هيله وكړه، چې په امنيتي چاروكې يو له  بل  سره ناپوځي همكاري وكړي .


2 – مخدره توكي ، تروريزم او نا امني يو له بل سره تړلي دي ، ددي پديدو پر وړاندې مبارزه، نه يوازې د افغانستان د حكومت دنده ده ، بلكې د روسيې په گډون ټول هېوادونه بايد په دې مبارزه كې د افغانستان د حكومت ملاتړ وكړي ، د مخدره توكو د لېږد رالېږد  لپاره خپل سرحدونه او ماركېټونه كنترول كړي، چې ددې توكو تقاضا اصلاً  له منځه لاړه شي .

3 – د كنفرانس برخوالو له روسيې او نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وكړه، چې له افغان بزگرانو سره د يوې بلې كرنې (بديل کښت)  په باب  فكر او مرسته وكړي ، دغه راز له بزگرانو سره دې د هغوى د كرنيزو محصولاتو د لوړولو په مقصد د اصلاح شوو تخمونو او كېمياوي سرې  مرسته وكړي .

4 – د كنفرانس برخوالو له روسيې څخه هيله  وكړه ، چې د افغانستان د كرنې په عصري كولو كې له افغانستان سره مرسته وكړي،  د كرنې عصري كول  نه يوازې د زراعتي محصولاتو په لوړولو  كې مثبت نقش لري ، بلكې د كوكنارو د كرنې كار وبار هم له منځه وړي او د امنيت له ټينگښت سره هم مرسته كوي .

5 – له روسيې څخه په ټينگار غوښتنه وشوه، چې په افغانستان كې د يو غښتلي مركزي حكومت ملاتړ وكړي ، يوازې له مركزي حكومت سره خپل روابط وساتي او له هغه سره مرسته وكړي . د مركزي حكومت  استحكام د امنيت په ټينگښت كې تر ټولو ډير موثر نقش لري .

6 – د كنفرانس برخوالو تروريزم او مخدره مواد، بشري ضد پديدې وگڼلې او افغانستان يې  تر ټولو زيات  د دې پديدو قرباني شوى هېواد وگاڼه، ټينگار يې وكړ ، چې ددې نړۍ دښمنه پديدو د له منځه وړلو لپاره،  د ټولې نړۍ گډې همكارۍ ته ضرورت دى .

7 – د كنفرانس برخوالو د افغانستان سياسي – جغرافيايي موقعيت له اقتصادي ، بشري او فرهنگي پلوه خورا مهم وارزاوه او دغه هېواد يې ددريو بشري حوزو ( جنوبي اسيا، منځنۍ اسيا او منځني ختيځ  ) تر منځ د وصل كړۍ  وبلله، ټينگار يې وكړ، كه له افغانستان سره  مرسته وشي،  چې  له خپل دغه موقعيت څخه په تېره بيا د تجارتي ترانزيت په برخه كې كار واخلي، نو نه يوازې دا چې  د افغانستان او سيمې له اقتصادي ودې سره به مرسته وكړي ، بلكې سيمې او نړۍ ته به د ثبات د راوستلو تر څنگ، د ترهگرۍ او مخدره موادو پر وړاندې هڅې گړندۍ كړي .

پر پورتنيو پرېكړو او غوښتنو سربېره د كنفرانس برخوال  په خپلو څو ورځنيو بحثونو كې پر دې موافق شول او غوښتنه يې وكړه ، چې د افغانستان او روسيې د پارلماني مناسباتو د ټينگښت په مقصد دې، د دواړو هېوادونو د پارلمانونو تر منځ د پارلماني دوستۍ كميسونونه جوړ شي، دا كار به د دواړو هېوادونو  ترمنځ سياسي  تفاهم غښتلى كړي .  ددې تر څنگ غوښتنه وشوه، چې د مركزي اسيا او  ټولگټو (مشترك المنافع) هېوادو د پارلمانونو تر منځ  دې هم گډ  كميسيونونه جوړ شي .