کور / شعر / ښکلې ګناه

ښکلې ګناه

له ثواب نه راټوکیږي په ارواکې
مینه څه ښکلې ګنا ده په دنیا کې
 
یا زما دزړه موسم لیونی شوی
یا مستي ده ستا دحسن په فضا کې
 
دبیلتون دغم پالنه مې شوه هیره
دنظر او تماشو په مشغولا کې
 
اور په سر دژوند تیاروته یم یوازې
لمبوم يې لکه شمع په رڼا کې
 
راشه نن دزړنوهغه کیسې وکړو
چې لفظونه رانه ورک شي په معنا کې
 
دزمري غوندې په سترګو کې راګوري
بیا په رم لکه هوسۍ شي په حیاکې
 
زما دوریت زړه حادثې پکې انڅور دي
سوز ګداز دشمعې واوره په ژړا کې
 
بیا به هاغه لونګینې شیبې راشي
نازونیاز به کړو دزړونو په درزا کې
 
پام روژه چې د (حسن) ور ماته نه کړې
بس نا څاپه خولګۍ ورکړه په خطا کې