کور / تازه خبرونه / زلمى خليلزاد: په افغانستان كي چوكۍ نه غواړم

زلمى خليلزاد: په افغانستان كي چوكۍ نه غواړم

زلمي خليلزاد نن د خبريالانو ته د خبرو پر مهال هغه اوازې رد کړې چي ګواکي دی په افغانستان کي د صدراعظمۍ چوکۍ يا بل مقام ترلاسه کولو تمه لري.


زلمي خليلزاد د اسوشيېټيډ پريس آژانس ته ويلي بېله شكه چي افغانستان ورته ګران دئ، خو نه كومي چوكۍ ته كانديد دئ او نه هم افغانستان ته خدمت د چوكۍ دپاره كوي.


زلمي خليلزاد وويل په ۲۰۰۳ كال چي په افغانستان كي اساسي قانون تصويب سو او دى په دغه هيواد كي د امريكا سفير وو، په دې لټه كي وو چي څنګه د افغانستان ملي امنيتي ځواكونه پياوړي سي او اساسي قانون پلى سي.
زلمي خليزاد اسوشيېټيډ پريس ته زياته كړه چي هغه وخت يې افغان حكومت ته د ملي امنيت د يوې پياوړي حكومتي شورا د جوړېدو وړانديز هم كړى و چي د اداري فساد، د كوكنارو د كښت او له قانون څخه د سرغړونو مخه ونيسي.


د مارچ په لومړيو کي داسي ګنګوسې وې چي زلمی خليلزاد د مارچ د مياشتي پر لسمه نېټه افغانستان ته ددې لپاره راغی چي د راتلونکو ټولټاکنو لپاره ریاست جمهوري ته ځان کانديد کړي ، په ننګرهار ، غزني او يو شمېر نورو ولايتونو کي د زلمي خليلزاد نژدې کسانو د نوموړي په پلوي پراخي غونډي او ليدني کتني پيل کړې چي ولس د زلمي خليلزاد کانديد کېدو ته واداره کړي ، دا هلي ځلي هغه وخت کمزوري سوې کله چي د غزني ولايت په ګډون يو شمېر سيمو کي دغه ډول غونډي د ناڅرګندو کسانو لخوا ګډي وډي سوې او ور بلل سوو مېلمنو ته د وريجو غوښو دېګونه له خاورو او ډبرو ډک سول .


د پښتونخوا ملي عامي پارټۍ په انګليستان کي خپل يو سکرټر په دې له کاره ګوښه کړ چي د خليلزدا لپاره يې په کمپاين کي هلي ځلي کولې او پښتونخوا پارټۍ د حامد كرزي څخه ملاتړ اعلان كړ.


د نيويارك ټايمز ورځپاڼي پرون خبر وركړ چي زلمي خليلزاد او افغان ولسمشر دوې اونۍ دمخه په واشنګټن كي له يو بل سره وليدل او خليلزاد د ولسمشر كرزي ترڅنګ د يوه داسي اجرائيه قوې د مشرۍ غوښتنه وكړه، لكه په نورو هيوادونو كي چي د صدراعظم وي. خو دا چي د افغانستان د حكومت ډول رياستي دئ، صدراعظم ته ځاى نسته پكښي، نو ځيني كارپوهان وايي ښايي ولسمشر كرزى يو داسي نوى اجرائيه پوسټ اعلان كړي چي خليلزاد هم په پخلا كړي او د امريكا ملاتړ هم په ترلاسه كړي.


يوه افغان سياسي كارپوه په كابل كي لر او بر ويبپاڼي ته وويل اوباما ته نه ښايي چي افغانستان ته د بوش د ناكامي ادارې تيوريسن زلمى خليزاد په افغانستان كي واك ته پرېږدي، او كه اوباما رښتيا په افغانستان كي بدلون او د فساد مخنيوى غواړي، نو د بوش د ادارې امريكايي استازى زلمى خليلزاد او د هغه ناكامه افغان ملګرى حامد كرزى دي پر افغانستان په زوره نه تپي.


خو د امريكا حكومت د بهرنيو چارو وزيره هيلاري كلنټن او افغانستان ته ځانګړى استازى ريچارډ هولبروك وايي د خليلزاد دپاره نوى پوسټ د افغان حكومت خپل تصميم دئ.


د نيويارك ټايمز ورځپاڼي پرون وويل چي د دغسي يوه نوي پوسټ د رامنځته كېدو وړانديز د انګلستان صدراعظم ګارډن براون كړى وو.


د افغانستان د جمهوري رياست وياند هم زلمي خليلزاد ته د نوي پوسټ د وركړي څخه ناخبري وښوده، خو نيويارك ټايمز وايي خليلزاد په روانه اونۍ كي پر دې پوسټ له حامد كرزي سره د نورو خبرو دپاره كابل ته رسېدلئ دئ.