کور / تازه خبرونه / هلمند : په لښکرګاه ښار کي پلټونکي عمليات تر سره سوه

هلمند : په لښکرګاه ښار کي پلټونکي عمليات تر سره سوه

دهلمند دامنيه قومانداني پوليسو او دملي امنيت مسئولينو په ګډه دچهار شنبې په ورځ ناوخت دلښكرګاه په يو ه سيمه صافيانو كي ديو شمير تلاشيو ،او عملياتو په ترڅ كي يي زيات شمير چاوديدونكي مواد او نشه يي توكي نيولي دي
داخبره دهلمند امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد په يوه خبري ناسته كي وكړه ،اسدالله شيرزاد وويل له پخوا نه يي هلته مالومات درلوده او په دي اړه يي دټينګو تدابيرو په نيولو كار كاوه ترڅو بريالي عمليات او تلاشي وكړي.
امينه قوماندان وويل چي ددې تلاشي پرمهال پوليسو او دملي امنيت كار كووونكو ته نهه ميله كلاشنكوف، دري سوه مرمۍ، دوه ويشت شاجوران ۱۸۴كيلوګرامه مايع ترياك او دوه تنه مضنونين هم په لاس ورغلي دي چي مشكوك كسان يي دم ګړى دتروريزم په رياست كي تر پښتنو ګرويږونو لاندي دي،
امنيه قوماندان وويل دصافيانو دسميي تلاشي دمارجي دسيمي دعملياتو او نښتو سره تړاو نه لري ،دا تلاشي يي دهغه تبليغاتو بربنياد كړ ې ده چي ويل كيده ددولت مخاليفين غواړي په دي ووستيو كي پرښار حمله وكړي
قوماندان ديو شمير امنيتي كمپينيو دامنيتي ساتونكو له لوري په شخصي جاموكي دوسلي ګرځولو په اړه يوې پوښتني ته په ځواب كي وويل (( په دي اړه يي امنيتي كميسون پريكړه كړي ده او نه پريږدي چي خلګو ته مشكلات او تشويش جوړسي )).
دهلمند دملي امنيت او امنيه قوماندانې دپوليسو له لوري دصافيانوپه سيمه كي پراخ عمليات او تلاشي په داسي حال كي ترسره كيږي چي لا دوړاندي دولت او نړيوال ځواكونو دنادعلي ولسوالۍ په مارجه سيمه او ددې ترڅنګ په ناوه ولسوالي كي يوشمير عمليات په لاره اچولي دي
چي دامنيتي مسئولينو په خبره داډول فعاليتونه به وكولى سي په لښكرګاه او شاوخوا سميو كي امن ټنګ كړي