کور / تازه خبرونه / ولسي جرګه: سپنتا ناقانونه وزير دئ

ولسي جرګه: سپنتا ناقانونه وزير دئ


د افغانستان ولسي جرګې د هغو تړونونو څخه ډډه وكړه چي د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاكټر رنګين سپنتا له ځينو هيوادونو سره لاسليك كړي وو.
د ولسي جرګې استازي وايي ډاكټر سپنتا د افغانستان د بهرنيو چارو وزير نه دئ، او بايد دوه كاله پخوا يې لا پر ځاى بل وزير ټاكل سوى واى.


ډاكټر رنګين سپنتان په ۲۰۰۷ كال كي له اېران سره د افغان مهاجرينو په برخه كي د بې غورۍ په خاطر ولسي جرګې ته وغوښتل سو او د رايو په اتفاق د ولسي جرګې د غړو له خوا د اعتماد رايي ځني واخيستل سوې، خو د ولسمشر كرزي او ستري محكمې د لاسوهني پر اساس په كابينه كي پاته سو.


هغه وخت د ډاكټر سپنتا سره د مهاجرينو وزير له استاد اكبر څخه هم د اعتماد رايه اخيستې وه، چي د نوموړي پر ځاى كرزي بل تن دې پوسټ ته وګومارئ.


كه څه هم د ولسي جرګې غړيو د ستري محكمې پرېكړه ونه منله، ظاهراً خاموشه سول.


ځيني افغان تحليلګران وايي ولسي جرګې ځكه اوس د سپنتا تړونونه ومنل چي د حامد كرزي حكومت له يوه حساس پړاو څخه تېرېږي او ځيني غړي غواړي د سپنتا موضوع د ځانونو په ګټه پر ولسمشر كرزي د يوه فشار په توګه وكاروي.