کور / تازه خبرونه / اسفندیار:د پښتنولۍ له دود ه د طالبانو سره په ژمنه ټینګ پاتې شوم

اسفندیار:د پښتنولۍ له دود ه د طالبانو سره په ژمنه ټینګ پاتې شوم

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار خان ویلي دي چې  ځکه یې د طالبانو سره د عدل ریګولیشن ژمنه  پوره کړه چې  هغه پښتون دی او د پښتونولۍ له دوده خبر دی ـ د صوابۍ د کډوالو د یوه پنډغالي د دورې په مهال نوموړي زیاته کړه چې طالبان په ژمنه ټینګ  نه پاتې کیدو له امله  سېمه کې  ثبات ته زیان ورسیدو،نوموړي زیاته کړه چې مونږ امن غواړو او د خپلو کمکیانو په لاسونو کې ټوپک نه بلکې قلم ورکول غواړو ـ د ه د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل چې د لومړي وزیر په مشرۍ مې ترسره شوي د ټولو ګوندونو په کانفرانس کې ټول ګوندونو د سوات د عملیاتو سره موافقت ښودلی وو خو د غونډې ورسته یې بهر خپلې خبرې بدلی کړی ـ نوموړي دا هم وویل چې د سوات عملیات به زر تر زره بشپړ شي او ګډوال به بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي