کور / تازه خبرونه / د كندهار امنيه قومندان د محمديار د وهلو قضيه نه ثبتوي!

د كندهار امنيه قومندان د محمديار د وهلو قضيه نه ثبتوي!




په افغانستان کي د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمد محمديار وايي چي د كندهار امنيه قومندان مطيع الله قاطع چي يې له  وهلو څخه ځان نا خبره ښيي او په امنيه قومنداني كي د هغه د قضيې له ثبتولو څخه هم ډډه كوي.


 


محمديار لر او بر ويبپاڼي ته وويل، وروسته له هغه چي د كندهار د والي توريالي ويسا په امر د وسله والو له خوا سخت ووهل سو، له روغتون څخه يې د يوه كس په لاس د كندهار امنيې قومنداني ته د دې پېښي په باب عريضه ولېږله، خو امنيه قومندان مطيع الله قاطع يې عرض وانه ورېدئ او ورته ويې ويل چي دا كار د ده تر توان لوړ دئ.

د بېنوا فرهنګي ټولني مشر او په جنوب لوېديځه حوزه كي د خبريالانو د خپلواكي ټولني (سفما) منشي عبدالاحمد محمديار نن په كندهار كي د انارګل مشاعرې څخه د والي توريالي ويسا په امر په زوره ايستل سوى او وروسته د ملي امنيت رياست، ولايتي شورا او منډيګك ماڼۍ ته څرمه پر عام سړك د حكومتي وسله والو له خوا سخت وهل سوى، ښكنځل او پوچ و رد ورته ويل سوي او ورسره ملګري يې په وسلو ګواښل سوي دي.