کور / سياسي / د وینو سیلاب ، سیاسې راکړه ورکړه او د ټولټاکنو ډرامه

د وینو سیلاب ، سیاسې راکړه ورکړه او د ټولټاکنو ډرامه


د سیاسي امورو شنونکی : قریب الرحمن سعید

د هغه وخته را هیسي چې په هیواد کې د ټولټاکنو د کمیسیون له اړخه په ټولټاکنو کې په خپل وخت د ترسره کیدو څخه نژدې درې میاشتې وروسته والې راغې نو دهیوا د په سیاسي او مدنی ټولنوکې ډیر زیات زوګ را پورته شو . او تر څنګ یې پوښتنې هم . څرنګه چې په هیواد کې د اساسې قانون د تشریح له پاره کومه ازاده اداره نشته او د قانونی ستونزو دحل له پاره دعدلیي وزارت او یا سترې محکمې ته مراجعه کیږي . په همدې خاطر د ټولټاکنو د کمیسیون له مخې د ټاکنو د درې میاشتنې ځنډون ستونزه هم د ولسې جرګي او ددولت تر منځ د حل له پاره دعدلیی وزارت ته واستول شوه او هغوې هم دټولټاکنو دکمیسیون دا نظر تایید کړ خو د پارلمان یو شمیر غړو او سیاسی ګوندونو دنورو سیاسي لوبغاړو په ګډون په لوړ غږ نیوکې پیل کړې او دکمیسیون دا پریکړه یې د اساسی قانون پرخلاف و بلله . تر څنګ یې په دې هم لانجه را پوره ته شوه چې کله چې د کرزي د حکومت وخت پوره شي نو په دغه درې نورو میاشتو کې هغه قانونی جمهور رئیس نه شی پاته کیداې نو دا خلا به څنګه ډکه کړل شی ؟ دا لانجه هم ډیره مود ه و غځیده خو بالاخره دعدلیي د وزارت له اړخه دکرزي په حق کې پریکړه وشوه . دا پریکړه هم د په اصطلاح د پارلمان د غړو لخوا مسترد شوه خو کله چې د اصلي ځواک لاس را و غوځید او دافغانستان اصلي واکمنانو (اشغالګرو) له اړخه دا پریکړه تائید شوه نو بیا ټولو چپه چپتیا خپله کړه .
په هغه وخت کې په هیواد کې د اشغالګرو ځواکونو او دهغوې د مخالفینو تر منځ هم د خبرو اترو اوازې روانې وې . په هغې کې دا اوریدل کیده چې د اشغالګرو ځواکونو د وتلو د اعلان سره سم باید یوه موقته اداره منځته راشي خو د کرزي دولت او دهغې چار چاپیر عناصرو دا کار د اساسي قانون سره مغایر ګاڼه . اما اوس چې دکرزي دغه درې میاشتنۍ اضافي موده قانونې وګڼل شوه نو د اساسي قانون سره د مغایرت ستونزه اصلا مطرح نه شوه او په دې تر تیب دټولټاکنو له پاره په فعالیتونو پیل وشو.
د هیواد د ولسمشرۍ له پاره نژدې ۷۴ کسانو غوښتل خپل ځانونه دهیواد د دغه لوړ مقام له پاره کاندید کړی . زیاتو یې په بهرنیو اوکورنیو تبلیغاتې ادارو کې خپل پروګرامونه ثبت کړل خوکله چې په اتم د اګست د مازدیګر په پنځه بجو د ټولټاکنو د کمیسیون دفترو تړل شو نو هلته یواځې ۴۴ کسانو خپل نومونه ثبت کړي و چې د هغوې د ډلې څخه ۴۲ کسان نارینه او دوه نورې یې ښځینه دي . په ښځینه و کې یوه شهلا عطا چې مسلکي ډاکتره ده او بله فروزان فنا د وژل شوې ډاکټر عبدالرحمن ښځه چې همدا اوس د پارلمان غړې ده .
ډاکټر عبدالرحمن د نظار دشورا د قوماندان ،وژل شوي احمدشاه مسعود ،معاون او ډیر نژدې ملګري و ،په فکری توګه ماهویست او د کابل د کمونست ګوند ، روسانو او د نظارد ډلګۍ د قوماندان تر منځ یې کار کاوه خو په اخرو وختو کې ، هغه وخت چې احمدشاه مسعود په قتل ورسید نو د نظار د شورا سره یې اړیکې خراب شول . د نظار د شورا په غړو کې دا ویره را ټوکیده چې شونې ده چې ډاکټر عبدالرحمن به د ټولو هغه رازونو څخه چې دده او د مسعود تر منځ موجود و پرده پورته کړي نو په دې خاطر یې د حاجیانو د حج ته د تللو په وخت کې د حاجیانو د قهر او غضب تر نامه لاندې په یوې حادثې کې په داسې حال کې له منځه یوړ چې د ایساف فوځونو یې ننداره کوله ، وژونکې یې اوس په رژیم کې د ستر ځواک خاوندان دی .
په دې لست کې کرزي او دهغې نوې ټیم (قسیم فهیم او کریم خلیلې ) ډیر پیژندل شوې خلک دې . تر څنګ یې اشرف غنې احمدزې د کرزي پخوانې د مالیي وزیر او اقتصاد پوه ، بشردوست ، ډاکټر عبدالله د شمالې مجاهد شکله کمونستي ایتلاف غړې هم شامل دي . تر څنګ یې د طالبانو دوه کسه پخواني غړي هر یوملا عبدالسلام راکټي او ملا محمد سعید هاشمي هم ځانونه کاندید کړی دی . همدا اراز په دې ډله کې دوه کسان هر یو عبدلجبار ثابت پخوانې لوې څارنوال او عبدالقادر امامي غورې چې ځانونه د حزب اسلامي پخواني غړی حسابوي هم ورګډ شوي دې . خو هم طالبانو او هم حزب اسلامي په جلا جلا اعلامیو کې ټول هغه وګړی چې د اشغالګرو ځواکونو په شتون کې په دغه ډول ټولټاکنو کې برخه اخلي سخت غندلي دی .
که څه هم امریکایانو اعلان کړې چې دوې نه غواړي په راتلونکو ټولټاکنو کې د کوم ځانګړي کاندید څخه ملاتړ وکړي خود اوباما له خوا په شپږم د مۍ کرزی ته بلنه اوپه واشنګتن کې دهغې میلمه پالنه ددې معنی ورکوي چې امریکانانود کرزي د بیا ټاکل کیدو له پاره تابیا نیولې ده . همدا راز په ( ۱۰) د مۍ د جرمني د چانسلر میرکل له اړخه هغه ته میلمستیا او بیا په ۱۳ د مۍ د پاکستان په اسلام کې دهغه حضور ددې معنې ورکوي چې نړۍ یو ځل بیا کرزې ته سترګې په لاره ده . غربي رسنۍ هم په پراخه کچه دا تبلیغات هم کوي چې د کرزي په پرتله بل څوک ځواکمن کاندید نه شته . د امریکایانو په سیاسي کړیو کې هم دا خبره ګرځول کیږی چې امریکایان به په راتلونکې کې په کرزی فشار رواړی چې د ارادري فسا او موخدره موادو د قاچاق په مخنیوي کې کلک ګامونه پورته کړي . د بله اړخه درې غرب پلوه وګړی هر یو دافغان ملت دګوند د احدي د خاښې مشر احدې او د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیل زاد ، او علي احمد جلالي د کرزي د رایو د نه ویشلو په خاطر د ټاکنو د وعدو څخه په شا شول . کرزي همدا اوس ښاغلي احدی یو ځل بیاد خپلو اقتصادې امورو مشاور ټاکلې او ویل کیږی چې په راتلونکې حکومت کې ورسره د بهرنیو چارو د وزارت ددندې د ورسپارلو وعده هم شوې ده . همدا راز په واشنګتن کې د اوباما تر څنګ اغلې میرمن کلینټن او ریچارد هال بروک هم د کرزی سره جدا جدا کتنې کړی دي. ددوې سره د کتنې نه مخته ، په افغانستان کې دامریکا پخواني سفیر زلمي خلیل زاد هم د حامد کرزي سره کتنه کړی او د حکومت په چوکاټ کي یې د نوې پوست ،صدراعظمۍ، په هکله او په دې پوست پخپله دهمدې ، خلیل زاد، د ټاکلو په هکله خبرې کړې وې . امریکایې سرچینو دکرزی او خلیلزاد خبرې مثبتې ارزیابې کړې او دهیواد په نظام کې د بدلون راوستل یې ښه شګون ګڼلې دې .
دسیاسي شنونکو د لر لید له مخې شونې ده چې کرزې به د شلم د اګست ټاکنی وګټي نو که چیرې داسې وشول نوکرزی به نژدې دولس کاله په واکمنۍ کې پاته شی . په اوسني وخت کې هغه دوه معاونین د، ضیا مسعوداو کریم خلیلي ، تر نومونو لاندې لري خو په دې تیرو دوه درې کالو کې دکرزی او دهغه د لمړۍ معاون ضیا مسعود تر منځ اړیکی ډیرې زیاتې خړې پړې دي ان تر دې چې ضیا مسعود نه خو ددولت د مسؤلیت نه ځّان ګوښه کوي او نه د کرزي سره د یو ځاې کیدو مخ ورپاته دې . بلکه په یوه وخت کې هم په دولت کې دې او هم ددولت پر خلاف د رباني تر مشرۍ لاندې په مجاهد شکله کمونستي ، بې معنې ، اپوزیسیون کې.
خو د راتلونکو ټولټاکنو له پاره دهمدې اختلافاتو په بنسټ کرزي ضیا مسعود په قسیم فهیم بدل کړ تر څنګ یې کریم خلیلې دپخوا په څیر د خپل دویم معاون په څیر له ځانه سره اعلان کړ . د سیاسي شنونکو له مخې کرزې غواړي په دې ترتیب هم د فهیم له لارې د تاجک توکمه لږه کی او هم د خلیلي له لارې د هزاره توکمه لږه کي ووټ تر لاسه کړي . خو د ۲۰۰۵ کال ټاکنو دا جوته کړې چې کرزي په هغه وخت کې د ضیا او خلیلې په واسطه د یو څو سوه وټونو پرته نور هیڅ تر لاسه نه کړل . بلکه دغه دواړو لږه کیو توکمو خپل ووټ قانونی او محقق ته ،چې دهمدوې قومي توکمونه و، ورکړل . او اوس به هم هماغه ډول او یا د هغې بد تره تجربه تکراریږي ځکه نه خو فهیم په تاجکو کې د کوم اهمیت خاوند دې او نه خو کریم خلیلي په هزاره توکمو کې . ځکه د وحدت ګوند د هزارو د نورو ګوندونو په څیر په څو ټوټو ویشل شوې دې او هر یو یې خپل خپل کاندید لري . اما هغه ستره جفا چې کرزي د افغان ولس سره وکړه هغه داده چې افغان ولس او د افغان ولس ستر منصبونه یې د وړتیا او کفایت په ځاې په توکمو باندې وویشل .
په داسې حال کې چې د ۲۰۰۵ کال دټاکنو بهیر د یوناما لخوا په کلکه کنترولیده خو دا پروسه د مختلفو اړخونو له اړخه د سختو نیوکو سره مخ شوه. په یونا ما الزام داو چې هغوې په زور د یو شمیر خلکو ، چې دوې نه غوښتل هغوې هم ولسي جرګي ته راشي ، صندوقونه قرنتین کړی او څوک یې چې خو ښه و هغوې را مخته کړی . حقیقت دادې چې په هغه وخت کې یوناما او هم امریکا یانو هوډ کړې و چې داسې یو پارلمان به را منځته کوي چې هر څوک په کې موجود وي او هیچاته په کې ډیره کي نه وي تر لاسه . هغه وخت د ټاکنو پایلې ان تر یوې میاشتې پورې و ځنډیدي او علت یې دا و چې بهرنیو واکمنانو پلټنه کوله چې د کوم ولایت څخه کوم ډول خلک پارلمان ته را ننباسي. د هغو ټاکنو کې په ټاکنیز بهیر کي ډیر بوګس او غلط ووټونه اچول شوې و چې حقیقت یې وروسته هغه وخت را برسیره شو چې د افغانستان او پاکستان د لمړیو مسؤلینو تر منځ د طالبانو د عملیاتو په سر خبرې ترخې شوې او بیا مشرف کرزي ته وویل چې هغه وخت را په یاد کړی چې په پیښور کې یې دووټونو صندوقونه څه ډول او چا ډکول ؟!!
اصلا حامد کرزې د بن د مفتضح او افغانستان پلورنکی تړون تر نامه لاندې په ۲۰۰۲ کال ، هغه وخت ولسمشر و ټاکل شو چې دظاهرخان د پلوې عبدالستار سیرت د ۹ رایو په مقابل کې یې دوه رایې یوړې . خو د پاکستان د وخت د مسؤلینو په آند کرزی د پښتو توکمو نمایندګې کوله اوپښتون توکم د افغانستان ډیره کې دې نو د پښتنو د ارامولو په خاطر یې کرزې را مخته کړ . ددې یو علت دا هم و چې د پاکستان پالیسي جوړونکي ادارو چې د ۱۹۹۲ کال را په یدخوا یې د پاکستان د وخت د صدراعظم نوازشریف د غلطو پالیسیو څخه را پیدا شوي زخمونه څټل ، نه غوښتل یو ځل بیا د افغانستان واکمني د رباني د ډلګۍ په لاسو کې ولویږي.
په ۱۹۹۲ کال نوازشریف او تر څنګ یې سیاسي او اطلاعتی ټیم د مجاهدینو د یوشمیر راهبانو په ګډون د پیښور په ګورنر هاوس کې دوران ویجاړ افغانستا له پاره یو ډیر مزخرف اوچټل فارمول جوړ او دهغې له مخې یې مجددې ددوه میاشتو او رباني د څلورو میاشتو له پاره ولسمشران و ټاکل او د نظار د ډلې قوماندان مسعود یې تلپاتې وزیر فاع و ټاکه . چې د افغانانو پر خلاف دنوازشریف ددې دښمنانه پالیسیو له مخې د افغانستان راتلونکې ددې په ځاې چې جوړیدونکې او نیک مرغۍ لورې ته لاړه شی په یوه ستره داسې غمیزه بدله شوه چې پایلې یې دادې اوس هم زمونږ تر مخه دي .
زمونږ د هیوادوالو بدبختی او غمیزه داده چې ځان ځارنه مونږ کوو، ددښمن په مخکې سپر مونږ یو ، هیواد زمونږ تباه کیږي ، د تعلیم او علم نه مونږ وروسته پاته کیږی ، دشتې کوڅې او ښارونه زمونږ په پښو لوڅو او سر لوڅو ډکې وي . د اسمانه چې هر تیږه را پریوزي هغه زمونږ سر او سینه را چقوي خو زمونږ د راتلونکې برخه لیک په هکله تصمیم بل څوک نیسی. په ۱۹۹۱ کال کې زمونږ د ستر قهرمان او مجاهد ولس د برخه لیک ټاکنه هم د هغه نوازشریف په لاس و ټاکل شوه چې د خپل هیوا دپارلمان څخه یې د افغانستان د منظمي اردو د له منځه وړلو له پاره انعام او جایزه غوښتله .
که څه هم نوازشریف د رباني او مسعود په ټاکلو سره غوښتل چې ددوې ملاتړ تر لاسه کړي خو قضیه بل منګه وخته ځکه مسعود لا دپخوا څخه د روسانو ، هنداوانو او ایرانیانو سره په ډانګ پییلې معامله درلوده اوتر څنګ یې روسانو د پاکستان څخه په افغانستان کې دخپل زوال بدل اخست نو ځکه مسعود او دهغې ډلې هر هغه څه چې د لاسه یې کیدل د پاکستان پر خلاف وکړل . کابل کې د پاکستان د سفارت د سوزیدو څخه نیولې د سفیر او نظامي اتشو تر وهلو ډبولو پورې او دپاکستان پر خلاف د نړیوالو د تو جه د راجلبولو له پاره یې چې څومره له لاسه کیدل هغه یې ټول وکړل. نوپه دې اساس دپاکستان دپالیسې جوړنکو آند دا و چې د پخوانیو زخمونو د په نظر کې نیولو په اساس دا ځل کرزې چې هم ددوې سره ښه اړیکې لري او هم د هغې په واسطه پښتانه ارمولې شي د انتقالي دورې د ولسمشر په حیث را وړاندې کړې . خو دا ځل یو ځل بیا پاکستانیان په هماغه غلطه لاره ولاړل په کوم چې پخوا نوازشریف بوتللې وو . ځکه چې نه خو کرزی پخپله یو قوې وګړی و او نه یې کوم سیاسی ځواک تر شاو و نو په دې اساس هغه لوبه چې پاکستانیانو پیل کړې وه هغه یو ځل بیا سر چپه وخته . ځکه کرزې په مکمله توګه په شمالي ټلواله او دهغې په مافیایې جنګسالارانو باندې تکیه وکړه او بیا یې د کابل او هیواد ټوله واکمني د همدې عناصرو په لاسو کې ورکړه او دپروفیسور رباني پرته یې د هغه ټوله ډله او ډلګۍ د هیواد په سرو او سپین باندې حاکمان کړل . ان تردې چې خپلسري والیان یې و ټاکل چې تر نن پورې یې کرزې له یوه ځاېه بل ځاې ته د بدلون توان هم نه لری . که چیرې کرزې په هماغه وخت کې غوښتلې ددې مجرمو مافیایې عناصرو څخه ځان خلاص کړي نو هغه ته په هغه وخت کې دا ډیره شونې وه ځکه چې هم یې بین المللې پراخه ملاتړ در لود او هم یې په هیواد کې دزرګونو بهرنیو غاصبو قواوبسپنه .
کرزي په نوې ټیم کې یواځې ضیا په فهیم تبدیل کړ خو دهغه دغه بدلون نه یواځې کورنې غبرګون ځانته را جلب کړ بلکه بین المللې غبر ګونونه یې هم را وپارول. په تیرو اوو کلنو کې هم دکرزی حکومت د بین المللې ټولنې له اړخه یو مفسد او بې کفایته رژیم پیژندل شوې چې د جنګسالارانو او مخدره موادو د قاچاقبرانو له خوا په مخ بیول کیږی او تر څنګ یې همدغې ټولنې دغه رژیم د انساني حقوقو په نقض کولو تورن کړې دي .
د امریکا ولسمشر اوبا ما ، معاون یې جو بایډن او د بهرنیو چارو وزیرې میرمن کلنټن ټولو په یوه خوله ویلي چې د کرزي حکومت د نړۍد مفسدتیرینو رژیمونو څخه یو دې . دا په داسې حال کې چې اوباما د امریکا د ټاکنو تر مخه په خپل یوه سفر کې چې افغانستان ته یې درلو ، دکرزی په ځاې دهغې د ننګرهار دوالي ګل اغاشیرزی سره وکتل . د امریکا د ولسمشر معاون جوبایډن په داسې حال کې چې ولسمشر کرزي د امریکا دسنا غونډې ته را پور ورکاوه د غونډې څخه ووت او کرزي یې په درواغو او مبالغي کولو باندې متهم کړ . د بهرنیو چارو وزیرې میرمن کلنټن بیا بیا دولشمر کرزي اداره د فساد او جرایمو نه ډکه اداره ګڼلې . د سنا غونډې ته په یوې وینا کې هغې افغانستان د مخدره موادو تهیه کونکې هیواد وباله او ددې هیواد د رژیم ادره یې بې کفایته او د فساد نه ډکه اداره وبلله . هال بروک چې د پاکستان اوافغانستان دواړو له پاره د اوباما له اړخه نماینده ټاکل شوې په خپلې یوې شتنه کې چې په واشنګټن پوسټ کې خپره شوې ویلې چې په افغانستان کې اداری فسا په رسمي توګه جریان لری تر څنګ یې د مخدره مواد تجارت دې چې دغه هیواد یې د سختو ستونزو سره مخ کړی . ددې تر څنګ یو غربي دیپلومات چې د ملګرو ملتونو سره نزدې اړیکې لری او د ملګرو ملتو ځانګړې نماینده (کې ایډ ) دواړو څو میاشتې د مخه ولسمشر کرزي ته ، فهیم د خپل معاون د ټاکلو په هکله اخطار ورکړې و . دهغوې آند هم همدا دې چې شونې ده چې کرزی به د فهیم په ټاکلو کې د تاجیک توکمو ووټ د لاسته راوړ هڅه وکړي . خو د بین المللې ټولنې اوپه خپله د افغانانو عکسوالعملونه به ډیر سخت وی .
خو اوس ترټولو مهمه پوښتنه داده چې که چیرې د همدې اشغالګرانو په واسطه او دهمدوې په مټو، لکه دپخوا په څیر یو ځل بیا ټولټاکنې تر سره شی نو د څیرو په دې بدلون به هیواد او هیواد والو ته کومه ښیګڼه ورسیږي ؟
تر څنګ یې دا پوښته هم را پورته کیږی چې که چیرې د هیواد بهرني واکمنان دهمدې مفسدې ادارې اوسني زمامداران ، چې په دې تیرو اوو اوږدو کلنو کې یې ملت ته څه ورنکړاې شول ، او ولس ته د خیر ښیګڼې په ځاې د نور زیات تاوان سبب وګرځیدل او په اداري فساد اود مخدره موادو په قاچاق کې تر حلقه پورې غرق شول ،یو ځل بیا زمونږ په مظلوم ولس مسلط کړی نو دې هیوادته به د لازیات هرج مرج د پیدا کیدو پرته نور څه ورکړي ؟
طبعې ده چې ځواب یې منفې دې ځکه قسیم فهیم او کریم خلیلې دواړه د بشر دحقوق د بین الملې تنظیمونو له اړخه د بشر دحقوقو د ناقضینو په لړلیست کې ځاې کړلشوې دې. ځینې سیاسي شنونکې بیا واې چې کرزې غواړي د قسیم فهیم په غیږ کې د نیولو له لارې ددرې ګاونډیو هیواونو (روس ، هند ، ایران ) خوښې تر لاسه کړي دا په داسې حال کې چې کرزې په خپله خپلې لوړې زده کړي په هندوستا کې تر سره کړې خود جهاد په دوران کې یې د پاکستاني شبکو سره هم نژدې اړیکې درلودل، اما تله یې د هند په لور ډیره درنه ښکاری .
د بله اړخه د هیواد د امنیتې حالاتو د په نظر کې نیولو په اساس دا پوښتنه هم را پیدا کیږی چې ایا په دې حالاتو کې به سهي ټولټاکنې شونې وي؟
ځکه دزیاتو شنونکو د ویناو او لیدنو په اساس نه یواځې د هیواد په جنوبې ، جنوبې غربي او شمال شرقي سیمو کې بلکه په شمالې سیمو کې هم حالات کړکیچن دی یواځې په پنځم د مۍد فراه د بالا بلوک په ولسوالې کې د امریکایې عسکرو په بمباریوکې نژدې ۱۷۰ کسان په داسې حال کې په شهادت ورسیدل چې هغوې د جنګ څخه پټ شوې و. که څه هم د افغان رسمي پلټونکې هیئت له مخې دغه شمیره ۱۴۰ کسان ښوول شوې چې په کې ۹۳ کوچنیان ، ۲۵ ښځې او ۲۲ نارینه شامل دي ، خو امریکایان په ډیره بې شرمۍ او په ډیره غیر انساني توګه دغه شمیره یوازې د ۲۰ او ۳۰ کسانو تر منځ بیانوي او وایې چې دا شمیره ځکه زیاته ښوول کیږي چې زمونږ څخه ډیره معاوضه تر لاسه کړي . حال داچې هغه جرایم چې امریکایان یې دتیروتنې تر عنوان لاندې و مني او دهغې معاوضه ورکړي د هغې له مخې د یوه افغان د وژلو قیمت ۲۰۰ امریکایي ډالره او یوه (ساري) ده. په داسې حال کې چې د یوه امریکایې وژل شوې قیمت یو میلیارد ډالر اخستل کیږي . د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په دغه عام وژنه هم د مګرمچ اوښکې توې کړې خو دهغې د مسؤلیت د اخستو څخه یې ډه ډه وکړه .
ویل کیږي چې دامریکا د ځانګړو ځواکونود یو کنډک د مسؤلینو لاسونه په همداسې درې نوروسترو پیښو او عامو وژنو هم ککړ دی . د ایسنا خبری اژانس له مخې دغه ځواک د مارسوك MarSOC په نامه یادیږي. او د فراه د بالا بلوک په ولسوالۍ کې د لسګونو کوچنیانو ، ښځو او زړو د وژلو مسؤل هم همدغه کنډک دې چې بې دریغه هوایې بمباري کوي . همدې ځواکونو په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې د هم دغه ډول بمباریو په واسطه زیات شمیر مظلوم افغانان وژلی دي . دغه ډله د امریکا د دفاع د پخوانی وزیر « دونالډ رامسفیلډ» له خوا جوړه شوې . دهمدې خبر له مخې ددې ځواکونو له اړخه د جلال اباد په شاوخوا کې د هسې اخوا دیخوا ، په هوایي یاد مستۍ ، د ډزو په واسطه په ۲۰۰۷ کال کې ۱۹ کسان ووژل . همدا راز په ۲۰۰۸ کال یې د هرات په عزیز اباد کې هم د ۹۰ کسانو په وینو لاسونه ککړ شول . د هرات تر څنګ دده بالا په ولسوالۍ کې یې د واده په یوه پروګرام چې یوازې ښځو ، نجونو او کوچنیو کوچنیانو په کې ګډون درلود بمباري وکړه او ۵۶ بې ګناه ښځې او کوچنیان یې په شهادت ورسول اوبیایې دهغې دمسئولیت د اخستو څخه هم ډه ډه وکړه. په کنړ ، لغمان ، پکتیا او پکتیکا …..کې یې هم داسې ډیرې وینې توې کړي .
که څه امریکایانو د افغانانو د قهر د کینولو له پاره د هغوې د فوځونو قوماندان مکرنان تبدیل او پر ځاې یې کریسټال د قومندان په څیر و ټاکه خو دا معلومه نه ده چې ددې وژنو او بمباریو په هکله به د نوی قوماندان ستراتیژی څه وي ؟ [د مکرنان پر وړاندي د امریکې د نوي حکومت غصه او په افغانستان کې د هغه د ناکامه مشرۍ په اړه پنټاګون ته رسیدلي شکایتونه د هغه د له دندې دګوښه کیدو یو عامل بلل کیدای شي.
د هغه د ماموریت پر مهال یوازي تیر کال شاوخوا ۴۰۰۰ ولسي افغانان د جګړو پر مهال ووژل شول چې د دغو افغانانو ډیره برخه په هوایي بمباریو کې له مینځه ولاړل. دشنونکو د ارزونو له مخې په افغانستان باندې د امریکایې اشغال نه تر اوسه پورې نژدې (۸۰۰۰۰) بې وزلې او مظلوم افغانان وژل شوي
ویل کیږې چې د ولسي تلفاتو مسله یوه جنجالي او تر ټولو خواشینونکي مسله ده چې اوس یې د امریکې دولت هم د زغملو توان نه لري او په دې پوهیږي چې که دغه وژنې ادامه ومومي نو ډیر ژره به واشنګټن هم په افغانستان کې د مسکو په برخلیک اخته شي.
امریکایانو نه یواځې د، بې پوښتنې او بې قایده ، افغان ولس دومره زیات مظلوم وګړي په یوه ورځ په خپلو وینو کې ولړل او زیاتې کورنۍ بلکل له منځه یوړې بلکه تر څنګ یې د یو بل ډیر ستر جرم مرتکب هم شول . هغوې په ولسی خلکو باندې د سپین فاسفورس ګاز هم استعمال کړ ، دا په داسې حال کې چې د بین المللې کانوانسینونو له مخې په ملکې خلکو د سپینو فاسفورسو د ګاز استعمال په مکمله توګه بند دې. ددې ګاز د استعمال له مخې د ځایې ډاګټرانو د وینا و په اساس نژدې ۴۴ ښځې او نجونی سو ځیدلې دي. خو امریکا ددې جرم نه د خپلو اوږو د سپکولو له پاره دا تور په خپلو مخالفینو ور واچاوه ، حال دا چې نه خو دهغوې مخالفین دغسې وسایلو ته لاس لري او نه به هغوې دخپل هغه ولس پر خلاف چې دوې ته پناه ورکوی او ددوې تر څنګ ولاړ دې دداسې ضرر د ورسولو فکر وکړي ، همدا علت دې چې طالبانو په خپل غبرګون کې سمدستي دا اعلان کړ چې : [په دې وروستیو کې مطبوعاتوداسې راپورونه ورکړل چې دهیواد په بیلابیلو سیمو کې, په تازه بمباریوکې, د امریکایانولخوا په پریمانه کچه، دفاسفورس په نامه زهرجنه کمیاوي ماده کارول شوې .]
اعلامیه زیاتوي چې :[فاسفورس یاسپین ګوګړ،هغه ماده ده چې تروروستۍ کچې سوزونکی خاصیت لري ،یعني ژر اور اخلی ،انسان یوازې وژني نه، بلکې سوزوي یې اوله یوې مخې یې له منځه وړي .]
اعلامیه مخته وایې چې :[څنګه چې اوس دهیوادپه بیلابیلوبرخوکې دمجاهدینوعملیات زیات شوی اودښمن روزانه درانه تلفات وینی، نوپه انتقامي حملو اوبمباریوکې هره ورځ اولسي خلک په نښه کوي، کلی اوکورونه ورانوي ،دغه رازدښځواوماشومانوپه شمول بي دفاع وګړي په ډیره بی رحمي دډول، ډول کیمیاوی اوغیرکیمیاوی وسلوپه استعمالولوسره په شهادت رسوی.خودفراه ولایت دبالا بولوک دولسوالئ دبمبارد په هکله چی کله امریکايي ویاند، دمطبوعاتوپه وړاندي داومنله چي فاسفورس ئي استعمال کړي دی نودائي هم ورسره زیاته کړه چي يواځي دوی ندی بلکي، طالبانوهم دغه ډول مواد کارولی دی. مطبوعاتوهم په ډيره ناځوان مردانه توګه ،دفراه اوکاپيساپه ولایت کي دامریکایانوله لوری دفاسفورس داستعمال مشهودي پیښي هیر ي کړي اودامریکايي ویاند په استناد ئي طالبان په دي پړه وبلل چي کمیاوي وژونکي مواد استعمالوي .دافغانستان اسلامی امارت، په داسی حال کې چی داسلامی امارت دمجاهدینو له لوری دفاسفورس استعمال په کلکه ردوی، په ټولونړیوالوسازمانونوژغ کوی چی، دداډول وحشیانه اعمالودی بی پری اوازادي پلټنی وکړی اوجنایت کاران دی دنړئ ولسونوته رسوا اومحکوم کړی . اسلامی امارت په دی برخه کې هرراز همکاری ته چمتودی .]
همدا راز حزب اسلامي افغانستان په خپلې یوې ځانګړی اعلامیه کې د فراه د عام وژنی سخته غندنه کړی او ددې عام وژنی له پاره یې د اړوندو بین المللې ادارو څخه دپلټنې غوښتنه کړي . لکه چې په اعلامیه کې راغلي دي [حزب اسلامي افغانستان په ټولو هیوادوالو او په ځانګړې توګه د مۍ د مياشتې په شپږمه د فراه د ولايت د بالا بلوک په ولسوالۍ کې د هغه ځاې په بې وزلو او بې وسه اوسيدونکو ، کوچنيانو ، ښځو او زړو باندې د امريکايي بې واکه ، خپل سرو او غاصبو ځواکونو وحشيانه بمباري، چې په پايلو کې یې تر (۱۷۰ ) زيات معصوم او مظلوم افغانان په قتل ورسيدل ، یو ستر وحشيانه ، غير انساني عمل ګڼې او په سختو ټکو کې یې محکوموي . ]
اعلامیه وایې [د ۲۰۰۱ ميلادې کال را هیسې ، یعنې د امريکا تر مشرۍ لاندې دناټو د ټولنې په لاسو د هیواد د نظامي اشغال څخه تر اوسه پورې، د بې لورې خواو د څیړنو له مخې، زمونږ دهیواد تر (۸۰۰۰۰) زرو زيات مظلوم هيوادوال دهمدې اشغالګرانو په لاسو او دهغوې د لاسپوڅو په دښمنانه راپورنو په قتل رسيدلې . د ودونو او خوشحاليو د غونډو اويا د خير خيرات او ختمونو د مقدسو مجلسونو څخه نيولې تر د جنازې دمراسمو پورې يې د سولې او ټولنیز درنښت ټولې غونډې بمبارې کړې . دغه بمبارې اوس ددې خپل سرو اشغالګرانو يو موډ ګرځيدلې او په يوه ساده (ساري ) او معذرت سره له منځه ځې چې مهم مثالونه يې د فراه د بالابلوک تر څنګ د هرات په شین ډنډ ، د کنړونو ، ننګرهار ، لغمان ، پکتيا ، پکتيکا، خوست ، هلمند ، قندهار ، قندوز او …..: کې تر سترګو کیږي ].
په دې اعلامیه کې را غلي چې :[د اشغالګرانو له اړخه تپل شوي ولسمشر ته اويا دهغې ددفاع وزارت او پارلمان ته ، د اشغالګرانو د لاس پو څوپه څير، د هغوې د کړونو د قانونی کولو او مجاز ورکولو پرته نور هیڅ واک او اختيار نه شته . دوې دټولو هيوادوالو او په ځانګړی توګه د يوه قومی توکم د له منځه وړلو سره هیڅ ډول غمرازی نه لری ، بلکه د ولس د قهر او غضب له ويرې يواځې په ژبه اوهغه هم په هماغه وحت کې خپله غمرازی اعلانوې چې څو ورځې وروسته يې د جیبو په ډکيدو له ياده وځي .
حزب اسلامي افغانستان په داسې حال کې چې دبشر د حقوقو د ساتنې د ټولو بین المللې مؤسسو څخه غوښتنه کوي ددې او ددې په څير د مخکینو ټولو عامو وژنو په اړه تحقیق او څیړنه وکړې او ددې وحشيانه او غير انساني عمل کورني او بهرني مسؤلین د عدالت مخې ته را کش کړي . همدا راز خپل مؤمن او مجاهد ولس ته دا په ډاګه کوی چې تر هغې چې اشغالګران او صلیبي ځواکونه د افغانستان په سياسي او نظامي مقدراتو باندې ولکه ولری او زمونږ دخاورې جغرافيايې تماميت ددوې په لاسو کې وي او د هيواد لاس پوڅې مشران ددوې له اړخه و ټاکل شي اود ولسي جرګي غړی دهغوې تنخواه خواراه او مزدوران وي نوتر هغې به زمونږ ولس دهمداسي يا دد ې څخه په خرابو او کړکیچنو بحرانواو ستونزو کې را ګير وي . د ټولټاکنو او يا دټولټاکنو تر نامه لاندې د مهرو او څيرو په بدلون به نه زمونږ هيواد ته سوله او امنيت را شی او نه به د اشغالګرانو په موجوديت کې د ولسې وګړو ژوند ددې بدحالۍ څخه وژغورل شی .
په دې اساس حزب اسلامي افغانستان د ټول ولس او د ولس د ليکوالانو او روڼ اندو ټولو هغوې څخه چې دهيواد د ازادۍ او استقلال د بيرته اخیستو سره مینه ولري په کلکه غوښتنه کوی چي د اشغالګرانو د پوره او مکمل وتلو او دهيواد د اوسنۍ غمیزی د سياسي حل له پاره سره يو لاس اويو موټی شی او نه يوازې داچې اشغالګران دخپلې خاورې څخه لکه د شوروی اتحاد د زبرځواک په څير تیښتې ته اړ کړي بلکه دهغوې لاس پوڅې او پلورل شوې عناصر هم ورسره يو ځاې د ګودال کندې ته وسپاري .
حزب اسلامي تل د خپل ولس د ازدۍ او استقلال له پاره ټول سنګرونه ګرم ساتلي اوهوډ يې کړې چې تل به د هيواد د استقلال او ازدۍ د تر لاسه کولو له پاره د خپل ولس تر څنګ ولاړ وي]
ددې خونړیو پیښو سمدتي عکس العمل داو چې د فراه د ولایت خلک کوڅو او لارو ته ته را ووتل او د امریکا او ناتو د ځّواکونو پر خلاف یې شعارونه ورکړل خو دوې هم د کورنیو چارو د وزارت دبې رحمه عسکرو دډزو ښکار شول او د یوه تن په شهاد ت او لسونو نورو په زخمیکیدو دا لاریون هم په وینو لړلې پاې ته ورسید. ددې وروسته دکابل د پوهنتون محصلینو یو ستر لاریون وکړ چې په هغې لاریون کې یې په بیرغونو لیکلې و چې « امریکا په نړۍ کې تر ټولو ستر تروریست هیواد دی » «زمونږ دهیواده وځئ او زمونږ دبې ګناه خلکو د وژلو مسؤلین محاکمه کړئ »
هغه څه چې ډیر د حیرانتیا وړ دې هغه دادې چې د نړۍ ټول هغه هیواد نه چې د بشر دحقوقو د خوندي ساتلو ټټر وهي اود یوه مرتد او یا د بل مرتد له پاره هره ورځ بیانونه ورکوی او یا د ښخو د قانو په هکله تهدیدونه کوي ددومره سترې فاجعي په هکله چې ډیر قربانیان یې ښځې او کوچنیان دی او ان نزدې چې جسدونه یې یو له بله سره یو ځاې شوي ، بلکل چپه خوله پاته شول او اوس نژدې ده چې دا ستره فاجعه له یاده وویستل شي . دهمدې کار له پاره یې د پروان او کاپیسا په ولایتونو کې د معصومو نجونو په مکتبونو کې د خاص ګاز د شنیدلو په اساس ډیر کوچنیان مسموم کړل . د سیمې او ځایی خلکو د وینا له مخې چې دا کار پخپله امریکانو د کومې نوې مادې د تجربي له پاره تر سره کړې خو غواړی چې خپل مخالفین پرې متهم او د خلکو په ذهنو کې و ټکوي . امریکایانو دهمدې فاجعې له پاره تبلیغات پیل کړل او ویې ویل چې په مکتبونو کې دمسموم کونکو ګازونو استعمال ټوله بین المللې ټولنه د اندیښنې سره مخامخ کړې ده.!!! تر څو د همدې تبلیغاتو له لارې د فراه فاجعه پټه کړي . په داسې حال کې چې لکه څومره چې د فراه فاجعه دردناکه او زړه بوګنونکې ده په همدې ترتیب زمونږ د معصومو کوچنیانو مسمول هم دي .
د هیواد ولسمشر چې د فراه د بمباریو په وخت کې د اوباما دحکومت میلمه و او دخپل ځان د بیا ټاکلو په هکله په راکړې ورکړې بوخت و د هغه ځایه د را ګرځیدو وروسته خبرې رسنیو ته د امریکایانو په دغه بمباریو او عام وژنو باندې اندیښنه ښکاره کړه او د امریکایانو او ناټو څخه یې و غوښتل چې خپلې بمبارې په مکمله توګه بندې کړې ، تر څنګ یې دپارلمان یو شمیر غړو هم دخلکو سره د همږۍ تر نامه لاندې په دولت غږ وکړ چې د بهرنیو شتون دې قانونی کړل شی . اما د یوه بهرنې د وینا له مخې چې کرزي او د هغې پارلمان د بهرنیو په لاسو جوړشوي او دهمدوې تنخواه خواره دي ، دوې باید د بهرنیانو ممنونیت وکړی چې دوې یې دې ځایو ته رسولې دي ، بهرنیان نه دوې راوړی او نه یې دوې د قانوني کولو حق لري . بهرنیانو ته لا دپخوا څخه د کرزی له اړخه د عامو وژنو صلاحیت ورکړل شوی او د عدلي تعقیب څخه خوندې او امن دی .
همدراز سپيني ماڼۍ د افغان ولسمشر حامدکرزي له اړخه د بمبار درولو له دغوښتني په مقابل کې ويلي چي امريکا په افغانستان کښي خپلو هوايي بمباريو ته خاتمه نه سي ور کولائ .
د اوباما د ملي امنيتي سلاکار او متقاعد جنرال جيمس جونز وايي چي ددوی نوې ستراتيژي او حربي طرحه به همداسي ادامه پيداکوي لکه څنګه چي اوس ده .
نوموړي ABC نيوز ته وويل چي که چيري امريکا خپل پوځې کړچار چي دده په وينا د يو طرحه شوي پلان له مخي مخته ځي ودروي؛ نو دا به زموږ د يوه لاس د تر شا را تړلو او په يوه لاس د جنګ کولو په مانا وي .
ده وويل چي امريکا غواړي يوازي پدې باندي مطمئنه سي چي د ملکيانو وژنه او ټپي کېدل خو به بې له کوم ضرورت څخه نه وي ترسره سوي .
د امريکا د مرکزي کوماندو مشر جنرال ديفيد بتريوس پوکس نيوز ته وويل چي امريکايي کوماندويان يوازي پدې بايدباوري وي چي په يوه (پېچيده) حالت کښي د څه ډول عکس العمل ښودل مناسب او صحيح کار دئ . د سپيني ماڼۍ دا تازه څرګندوني په داسي حال کښي خپريږي چي افغان ولسمشر په وارو – وارو د بهرنيو ځواکونوڅخه د عملياتو پر مهال د ولسي تلفاتو او خودسرانه هوايي بمباريو د مخنيوي غوښتنه کوي .
همدا راز دامريکې لوی درستيز په (بروکېنګز انسټيټوت) کې دوينا پر مهال وويل ،چې دوی نه شي کولای په افغانستان کې د خپلو پوځيانو لاسونه تر شا وتړي . ده په فراه کې د ملکي وژنو په اړه خپګان ښکاره کړاو دا يې ومنله چې که چېرې دملکي خلکو وژنه دوام وکړي د جګړې ګټل نا شوني دي، خو دا يې هم زياته کړه چې دوی به خپلو هوايي عملياتو او د بې پيلوټه الوتکو استعمال ته د پخوا په څېر دوام ورکړي . ده ټينګار وکړ، چې موږ نه شو کولای له هوايي عملياتو څخه په ډډې کولو سره د خپلو پوځيانولاسونه تر شا وتړو.ده وويل ، چې په وروستيو دريوکلو کې دوی په افغانستان کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او طالبانو پر مختګ کړی ، خو هيله يې وښودله چې د نويو 21 زره سرتېرو له استولوسره به له يو کال څخه تر دوو کلو پورې جګړه د دوی په ګټه واوړي.
د بله اړخه د امریکا د پوځ یو عالي رتبه قومندان وايي، القاعده نوره په افغانستان کې نشته او د دوی عالي رتبه مشران د پاکستان لویدیځو سیمو ته ورغلي دي.
د امریکا د فاکس نیوز خپرونه لیکي، د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندنۍ مشر جنرال ډیویډ پټریاس وايي، د منځني ختیځ او شمالي افریقا نه ورغلي د القاعدې سره تړلي ډلې په افغانستان کې پټ سنگرونه او د پټېدو ځایونه لري. خو دی وايي، په دې وروستیو میاشتو کې دغو ډلو ته کلکه ضربه رسېدلې، ډیر تلفات او تاوانونه ور اوښتي دي.
پټریاس د جمهور رئیس حامد کرزي وروستۍ څرگندونې تائید کړي چې وايي، اوس په افغانستان کې هیڅ القاعده ډلې موجودي نه دي. خو دی وايي، لا تر اوسه اسامه بن لادن او د هغه مرستیال ایمن الظواهري خپله شبکه چلوي.
فاکس نیوز د پټریاس له خولې لیکي، تر اوسه ددغو ترهگرو د دقیق ځای په اړه معلومات نشته خو دا خبره واضح ده چې د القاعده عالي رتبه مشران اوس د پاکستان په لویدیځه سرحدي سیمه کې ځای په ځای شوي دي.
پټریاس وايي: “په دې کې هیڅ د شک ځای نشته چې د القاعده مشرتابه په دغه ځای کې د څو کلونو راهیسې فعال دي”.
اوس پوښتنه داده چې که چیرې په افغانستان کې القاعده شتون و نه لری ، او امریکایان چې د همدې القاعدې د ماتولو له پاره هلته راغلي و په دې اقرار کوي چې په دې هیواد کې یې د القاعدې پټنځایونه له منځه وړي او د هغې ټول غړي له دې ځایه تښتیدلې نو بیا په افغانستان کې د دې وژنکو فوځونو شتون ته څه اړتیا لیدل کیږي ؟ ولې هر ه ورځ بې ګناه افغانان په خپلو وینو کې لړل کیږي ؟ اوس خو دې ته اړتیا لیدل کیږی چې په هیواد کې ټولې مخالفي او موافقي سیاسې ډلې ټپلې سره کینې او یو نظام منځته راوړی او د امریکایانو دنده ، چې د القاعدې د تعقیبولو او د هغې د خراب اغیز څخه زمونږ د ولس د خوندی ساتلو په خاطر راغلي و ، نوره پاې ته رسیدلې او دهغه جورج ډبلیو بش خبره (Mission is accomplish ) شوې ، نور نو ددغه غمځپلې ولس څخه باید د پښو دسپکولو لارې چارې و لټوئ.
د امریکا تر مشرې لاندې د اشغالګرانو دغه کړ چار د افغان ولس په زړنو کې کلک نفرت او کرکه را پیدا کړې ده او ډیر هغوې چې تر پرونه یې د څو ډالرو تنخوا له پاره دامریکایانو او یا د هغوې د لاس پوڅو نوکری کوله دا درک کړې چې نور نو باید د خپل ولس سره جفا و نه کړي ، نو په دې اساس به نه هغوې دداسې ووټونو د اچولو له پاره زړه ښه کړي او نه به د ووټونو صندوقونو ته په اخلاق ورشي چې دهمدې اشغالګرانو او عام وژونکو لخوا تر سره کیږی .
دبله اړخه د هیواد د بشر د حقوق مشرې سیما سمر چې لا تراوسه یې د بالا بلوک د شهیدانو په هکله خپل عکس العمل هم نه دې ښوولې وایې د ۲۰۰۵ کال ټاکني په داسې حال کې ترسره شوې چې یوه یوه نارینه د ۱۵ ښځو ووټونه اچول ،په دې اساس به راتلونکې ټاکنې هم د بوګس ووټونو څخه خالي نه وي
امنیتي حالات : که څه هم ددفاع د وزارت له اړخه اعلان شوې چې هغوې به د ټاکنو په وخت ګې خپل امنیتي تدبیرونه تر لاس لاندې ونیسي او تر څنګ یې ناتو او امریکا د ۵۰۰۰ اضافي فوځونو د لیږلو هوډ کړې خو یو انګلیسي شنونکې رابرت فیسک وایې « هیڅوک طالبان نه خوشوې خو دکرزی په اداره کې د فساد د زیاتیدو په اساس به بین الملې ټولنې ته د امینت د راوستلو او دمخالفینو سره دمقابلې له پاره پنځه لکو وسلوالو فوځونو ته اړتیا وي . ځکه روسان د یو لک فوځونو سره افغانستان ته را غلل په داسې حال کې چې په هغه وخت کې دکمونست رژیم په ولکه کې یوسلوپنځوس زره ( ۵۰۰۰۰ ۱ ) عسکر او ملیشې هم وې خو بیا هم روسان ناکام شول .»
پایلې : که له یوه اړخه د ټاکنو د بهیر له پاره ډیر زیات شور او زوګ پیل شوې خو د بلې لورې د مخالفینو دواړو قوې ډلو یعنې حزب اسلامی او طالبانو هم په ولس غږ کړی چې په ټاکنو کې د ګډون له پاره ولاړ نه شی همدا راز دوې اعلان کړې چې هر څوک چې ددې ټاکنو له لارې را منځته شی هغه به هم د اشغالګرانو د ربړی مهر حیثیت لري چې په هیڅ صورت زمونږ ولس ته دمنلو وړ نه دې . هغوې وا یې چې د څیرو په بدلون باندې په حالاتو کې بدلونه نه شي را تلاې او تر هغې چې بهرني اشغالګران شتون ولري حالا ت به ددې څخه نور هم بد تر اړخ ته ځې .
ددې شننې په لیکلو او د زیاتو سیاسي موضوعاتو په راټولو کې مې د امریکایې او انګلیسي رسنیو تر څنګ د خپلو افغاني بریښنا پاڼو څخه ، د ډیرې زیاتې مننې سره ، پوره ګټه پورته کړې .