کور / خبرتیا او پيغامونه / دلراوبر ويبپاڼي خبرتيا !

دلراوبر ويبپاڼي خبرتيا !

 


د لراوبر ويبپاڼي همکاران او تخنيکي څانګه دلراوبر افغان وطن د يووالي او اړيکو د پراختياسايټ د لا پرمختګ او لوستونکو ته د اسانتياو رامنځته کولو په لاره کي په پرله پسې توګه هلي ځلي کوي ، يوه دغسي هڅه به که د خدای رضا وه نن ترسره سي، له دې امله ښايي لراوبر ډاټ کام دجون پر دوهمه د يو لړ تخنيکي لاملونو له مخي  له ۸ ساعتو تر ۲ ورځو پوري د هوا له څپو ووزي ، په دغه وختونو کي به  لراوبر په ټوله نړۍ کي نه پرانستل کېږي .


له دې امله له تاسو درنو لوستونکو مخکي له مخکي بخښنه غواړو .


 ددې خبرتيا د لومړۍ بڼي د خپرېدو سره سم زيات شمېر لوستونکو اړيکه  ټينګه کړه او دسايټ نه ځنډيدو غوښتنه يې وکړه ،  ممکن سايټ په دغه دوران کي بند نه سي، موږ د تشويشونو د مخنيوي په خاطر خپلو درنو لوستونکو ته له مخکي خبرتيا خپره کړه ، که تاسو تر هغه وروسته بيا هم د لراوبر په ليدو کي ستونزه لرله موږ ته وليکئ .   Larawbar.com@gmail.com


سل کاله کيږي چي يو چا په بې شرمۍ شلولئ


                ځم چي د لراوبر د غرونو پرهار وګنډمه     ( ب .عابد)


 


په درناوي


د لراوبر ويبپاڼي تخنيکي څانګه