کور / تازه خبرونه / كاپيسا: ځانمرګي درې بهرنيان درې ملكي افغانان ووژل

كاپيسا: ځانمرګي درې بهرنيان درې ملكي افغانان ووژل

افغان چارواكي وايي په كاپيسا ولايت كي د يوه ځانمرګي بريد له كبله شپږ كسان وژل سوي چي درې يې بهرنيان او درې نور ملكي افغانان دي.
د كاپيسا ولايتي مقامات وايي حمله كوونكى په يوه موټر كي ناست وو چي ځان يې د بهرنيو ځواكونو له كاروان سره وجنګاوه او پورتنۍ مرګ ژوبله يې واړوله.
پېښه د سې شنبې په سهار د كاپيسا په سيات ولسوالي كي رامنځته سوې ده.
د ناټو ځواكونو هم خپلو پوځيانو ته اوښتې مرګ ژوبله تائېد كړې خو د وژل سويو بهرنيانو هويت يې نه دئ څرګند كړى.
د كاپيسا په ولايت كي امريكايي او فرانسوي پوځيان د ناټو تر مشرۍ لاندي د طالبانو سره په جنګ اخته دي.