کور / شعر / ژوندون دښته

ژوندون دښته

دازل کرښي می په وینی باندی سری ښکاری
ژوندون دښته دا مزل می بی فایدی ښکاری
مزل می ډیر دی د منزل درک ونه لګیدو
راته بدبخته بدناهوسه داشیبی ښکاری
دزړه قرار می ددردونو دریاب ډوب کړوداسی
راته په سرغمونه اوس چپي چپي ښکاری
دسترګو رپ کښی می دخیال نړی هم ونړیده
ځکه خو ستا اوزما مینځ کښی فاصلی ښکاری
په هوش او فکر می ده ظلم تماشی کولی
اوس خو رڼا نشته رڼا کښی هم تیاری ښکاری
مطفی ته رب لری دعا ورته کوه ګوره چی
ستا دتقدیر کرښی له لری نه سپیری ښکاری