کور / شعر / آخر به درنه ځي

آخر به درنه ځي

آخر به درنه ځي دا لباسي شان او شوکت
دایم نه پاتې کیږي ظالمانو ته قدرت
وفا خو به ته هغه وخت دخپل یارانو ګورې
ایمان خوبه ته هغه وخت ددی خوارانوګورې
چه هرڅه درنه لاړشي پاتې نه شي داشهرت
آخر به درنه ځي دا لباسي شان او شوکت
ډیر راغلۍ تا غوندې او لاړو د قدرت نه
ډیرسپیړې خلک دي خوړلی ددې وخت نه
کارمل امین تره کې اونجیب نه لاړ عزت
آخر به درنه ځي دا لباسي شان او شوکت
د خلکو په وهلوکې رښتیا ته قهرمان یې
ظالم اومستبدو په رښتیا ته نګهبان یې
بیشکه چه تا کړی بس همدوی له ډیرخدمت
آخر به درنه ځي دا لباسي شان او شوکت
پخپله ته یې ګورې چه توحین دانسانیت کړي
مظلوم خلکوپه سرباندې دا خپله تجارت کړي
داوخت دی لویه خدایه ورته ورکه نوررخصت
آخر به ورنه ځي دا لباسي شان او شوکت