کور / تازه خبرونه / ارزګان:دوه پروژي گټي اخستني ته چمتو شوي

ارزګان:دوه پروژي گټي اخستني ته چمتو شوي



دکليو دبيارغوني او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام دوه پروژي پدي وروستيو کي داروزگان په ولايت کي گټي اخستني ته وسپارل شوي .


ددي ولايت دملي پيوستون پروگرام دمسوولينو دوينا له مخي پدي پروژو د( ١٧٤) مترو په اوږدوالي استنادي ديوال، د( ٢٥) مترو په اوږدوالي دوه پلونه شامل دي . 

يادي شوي پروژي  داروزگان ولايت په مرکز ترينکوټ کي دوه مليونو شپږسوه پنځه اوياه زره افغانيو په لگښت دملي پيوستون پروگرام له بودجي او په سلو کي لس دکليوالو دونډي په شمول بشپړي اوله هغه نه څه دپاسه ( ٥٢٨) کورني گټۀ اخلي .

د يادوني وړ ده چي د اروزگان په ولايت کي د ملي پيوستون پروگرام د سلهاوو نورو پروژو کار دوام لري چي ډيرژر به گټي اخستني ته وسپارل شي . 
 


 



احمد جمشيد احمدي