کور / شعر / غزل

غزل

په ګودر به مازدیګرغوندې درپریوزم
په لمبو به دې مجمرغوندې درپریوزم
 
زه به ضد ته به زارۍ کړې خو اخیر به
په زنګون به مرورغوندې درپریوزم
 
پرخې اوښکې به دې وڅټم په ژبه
ګله غیږکې به دلمر غوندې درپریوزم
 
بس دی اور ته مې نور مه پوکه ظالمه
په لمن به دشرر غوندې درپریوزم
 
ډیر مې مه رټه اخیربه دې جانانه
په لیمو کې دنظرغوندې درپریوزم
 
لږکړه هسکه صراحي غاړه راټیټه
چې په شونډو دساغرغوندې درپریوزم
 
له نظر دنظر بازو مه ویریږ ه
په سپین مخ به دڅادرغوندې درپریوزم
 
د(حسن)دمینې دردبه هله حس کړې
چې په زړه دې دپرهرغوندې درپریوزم