کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته كتنه

ورځپاڼو ته كتنه

 


د ۲۰۰۹ میلادي کال د میې د میاشتې ۲۷ نیټه.


د ویسا خپلواکه ورځپاڼه
دې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په یو مطلب کې لیکلي دي، چې د تهران د غونډې د پریکړو د پلي کولو لپاره د درې واړو هیوادونو د کورنیو چارو وزیرانو ترمنځ په اسلام اباد کې یوه بله غونډه جوړیږي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سرکې دا خبر ورکړې، چې د بګرام هوايي ډګر ورځ تر بلې پراخیږي او شاوخوا کلي کوچیدو ته اړایستل کیږي.
د ورځپاڼې په سرمقاله کې بیا د ګوانتانامو او د بګرام د زندانونو په اړه د امریکا په جلا دریځونویو تبصره شوې او پوښتنه شوې، چې د  ګوانتانامو تړل او د بګرام پراخول يعنې څه؟


د هیواد دولتي ورځپاڼه
دې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د لویدیځ د یو خبري آژانس د یو رپورټ په استناد لیکلي دي، چې په افغانستان کې په بهرنیو ارګانونو کې مالي فساد ملیارډونو ډالرو ته رسیږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د فساد نړیوال اړخ څیړلې او هغې ته يې د ژورې پاملرنې غوښتنه کړیده.
دې ورځپاڼې بیا د تهران د غونډې په اړه په یو څیرنیز مطلب کې دا غوښتنه کړې، چې ددې غونډې برخوال باید د سیمې د ستونزو د حل لپاره خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي.


د افغانستان ټایمز انګلسی ژبې خپلواکه ورځپاڼه
دې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د سږنیو سیلابونو زیانونه څیړلې او د طبعي پیښو د زیانونو د مخنوي لپاره يې د بنسټونو په بیارغونې ټینګار کړی دې.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي، چې د بنسټونو د بیارغونې ترڅنګ له زیانمن شویو خلکو سره مرسته د حکومت او نړیواې ټولنې مهمه دنده ده.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د ځونانو د ټولنې دا غوښتنه هم راغستې، چې حکومت باید د مسلکي ښوونکو شمیر زیات کړي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼه
دې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په وروستیو څرګندونو تبصره کړې، چې ویلي افغانان د جنګ سالار پر ځاې سیاستوالو ته اړتیا لري. د ورځپاڼې په وینا د انتخاباتو په درشل کې داسې کلیمې د سیاسي ګټو لپاره کارول کیږي. 
ورځپاڼې په یو جلا ځاې کې د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمسیون په حواله لیکلي دي، چې طالبان په قصدي ډول عامه خلک له خطر سره مخامخ کوي.
ورځپاڼې په عینې حال کې په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د مخنوي لپاره د امریکايي چارواکو وروستیو ژمنو ته هم کتنه کړې، خو پوښتلي دي، چې ایا دا خو به د تیرو ژمنو تکرار نه وي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼې
دغو ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د فساد عوامل څیړلي او لیکلي دي، چې په امنیتي برخو کې د نړیوالو لخوا شوي لګښتونه شفاف ندي.
خو اصلاح بیا هم د امریکا د لوی درستیز په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي، چې تیروتنې د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼه
دې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې امریکا او د هغې متحدین پدې تورن کړي چې د خپلو اهدافو په نه تعقیبولو سره په افغانستان کې د جنګ د اوږیدو سبب ګرځیدلي دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د نشه يي توکو په خلاف روانه مبارزه څیړلې او لیکلي دي چې ددې ستونزې د حل لاره د کوکنارو د کښت قانوني کول دي.