کور / راپور / کندهار: د محمد يار د وهل کېدو په خلاف احتجاجي غونډه وشوه

کندهار: د محمد يار د وهل کېدو په خلاف احتجاجي غونډه وشوه

د پژواك خبري آژانس څخه په مننه: 


د کندهار ولايت لسګونو فرهنګيانو، خبريالانو او روڼ اندو د يوې احتجاجي غونډې له لارې، د وسله والو کسانو له خوا د محمد يار- يار وهل او تهديد وغانده او دا يې د هېواد د اساسي قانون او بيان د ازادۍ خلاف کار وګاڼه.

د بېنوا فرهنګي ټولنې مشر او په سوېل کې د جنوبي آسيا د خپلواکو ژورنالستانو د ټولنې سفما منشي محمد يار- يار پنځه ورځې وړاندې د انارګل دوديزې مشاعرې په ترڅ کې په دې تور چې پر برخه والو يې ولسمشرۍ ته د نوماند ډاکټر اشرف غني ژوندليک وېشه، لومړۍ له مشاعرې وويستل شو او بيا په لاره کې منډيګک ماڼۍ ته نيژدې د دريو تنو وسله والو له لورې سخت ووهل شو.

د کندهار ګڼ شمېر خبريالان او فرهنګيان چې نن د غبرګولي په ٦ مه، د دې ولايت په اريانا صالون کې سره راغونډ شوي وو، له دولتي چارواکيو د يادې شوې پېښې د پلټنو غوښتنه وکړه.

د امريکا ږغ آشنا راډيو خبريال فضل الرحمن وويل چې که محمديار په رښتيا هم جرم کړى وي، د عدلي او قضايي ارګانونو له شتون سره سره بايد ورته داسې سزا ورکړل شي؟

نوموړي د پېښې د غندنې تر څنګ له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې قانون پلى کړي او عاملين دې د اصولو په چوکاټ کې مجازات کړي.

د هېواد فرهنګي ټولنې مشر ليکوال او شاعر واصل حسينار وويل چې د محمد يار وهل او تهديد د هېواد پر فرهنګيانو او ژورنالستانو ګوزار دى.

هغه زياته کړه، تر دې وړاندې په هلمند او کندهار کې خبريالان ووژل شول، فرهنګيان مو تهديد او وهل کېږي، ولس به دا هر څه تر کومې پورې زغمي؟

د کندهار يوه مخور او پوه احمد شاه سپر بيا له مشاعرې څخه په زور د محمد يار ويستل او وهل ځکه ناقانونه کار وګاڼه چې د هغه په وينا نوموړي يوازې د هېواد د يوه عالم شخص ژوندليک وېشلى چې نه پکې د دولت او نه هم د نورو کانديدانو په خلاف  کومه خبره شته.

ده وويل، په ټوليزه توګه په غونډو، مشاعرو او نورو  پروګرامونو کې پر برخه والو د مجلو، ورځپاڼو او نورو پاڼو وېش يو دود ګرځېدلى چې د محمد يار له لورې هم د دغه راز يوې پاڼې وېشل په هيڅ توګه يو ناقانونه کار نه شي ګڼل کېداى.

د نوموړي په وينا، امنيتي ځواکونه بايد د انسان حيثيت وساتي او له همدې امله معاش اخلي، نه دا چې انساني کرامت او شرف تر پښو لاندې کړي او ناقانونه عمل وکړي.

په خپله محمد يار- يار هم غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې همدا دولت د ديموکراسۍ او بيان د ازادۍ دعوه کوي او ده هم د دغو اصولو په رڼا کې يوازې د يوه عالم شخص ژوند ليک چې نه پکې د دولت او کوم کس په خلاف خبره شته وېشلى، نو بيا په کوم جرم د سړک پر سر د وسله والو کسانو له لورې ووهل شو.

نوموړي پژواك آژانس ته وويل چې د عدم تشدد د فلسفې په رڼا کې نور د وينې پر ځاى د خولو تويو اصل ته ارزښت ورکوي چې له بده مرغه دا اصل لا هم په افغاني ټولنه کې دود شوى نه دى.

د هغه په خبره، تل يې په کندهار کې د اطلاعاتو او کلتور رياست او يو شمېر نورو چارواکيو سره په ګډه په فرهنګي غونډو او نورو منډو ترړو کې برخه اخيستې او له هيچا سره کومه شخصي ستونزه او دښمني نه لري.

دى وايي، د هغه د وهلو لپاره وسله وال کسان د کندهار ولايت، اطلاعاتو او کلتور رياست او ملي امنيت د ادارو له لورې ګومارل شوي او په کار ده چې همدوى يې په اړه ځواب ووايي.

نوموړي په ډاګه کړه چې همدا درې کسان چې د ده د وهلو لپاره ګومارل شوي وو، همداسې روزنه ليدلې ده، که چيرې د هغوى روزنه د وطن پالنې، انساني کرامت او پوهې په رڼا کې شوې واى، نو هيڅکله به يې هم داسې عمل نه کاوه.

د غونډې په پاى کې يو پرېکړه ليک هم ولوستل شو چې پکې له دولتي ادارو څخه د يادې شوې پېښې په اړه سپيناوى غوښتل شوى او پکې راغلي چې د کندهار چارواکيو د هېواد لوړ اساسي قانون تر پښو لاندې کړى دى.

په پرېکړه ليک کې د بشري حقونو د داخلي او بهرنيو ادارو غوښتنه شوې چې په پېښه کې انساني کرامت ته سپکاوى شوى او هغوى بايد موضوع تعقيب او د قانون ماتوونکي عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.

په پرېکړه ليک کې دا هم ويل شوي چې د اشرف غني د ژوند ليک وېشنه په هيڅ توګه هغه ته کمپاين نه دى، ځکه نه پرې انتخابي نښه او نه هم انتخابي نمبر و او که کمپاين واى، نو ايا د کندهار ښاروال د خپلې دندې له مخې دا حق لري چې څوک ووهي، که په رښتيا هم دا کمپاين واى نو د انتخاباتو کمېسيون ته به يې شکايت کړى و.

ياده شوې پېښه په هېواد کې د بېلابېلو فرهنګي ټولنو، اطلاعاتو او کلتور وزرات او په خپله د ډاکټر اشرف غني احمدزي له لورې غندل شوې او په دې اړه يې د پلټنو او سپيناوي غوښتنه کړې ده.

کورنيو چارو وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پېښې په اړه د پلټنو لپاره کندهار ته د يوه پلاوي د لېږلو او په ٢٤ ساعتونو کې د پايلو د په ډاګه کولو خبر ورکړى و، خو د يادې شوې مودې د پوره کېدو سره سره يې تر اوسه د پېښې پايلې نه دي په ډاګه کړي.