کور / تازه خبرونه / کونړ:دتوغنديو بريدونو ۲ تنه ووژل او ۱۲ يې ټپيان کړل

کونړ:دتوغنديو بريدونو ۲ تنه ووژل او ۱۲ يې ټپيان کړل

تېره ورځ په کونړ کې د توغنديو پرلپسې بريدونو دوه تنه ولسي وګړي ووژل او ۱۲ نور يې ټپيان کړل. د کونړ ځايي چارواکي وايي لومړی توغندی د کيرالې سيمې په هغه ځای کې ولګېد چېرته چې خلک د غنمو په تريشر کولو لګياوو. د والي وياند ادريس غروال په وينا په دغه بريد کې يو ماشوم او يو سپين ږيری ځای پر ځای ووژل شول او نور ۷ تنه کوچنيان ټپيان شول. غروال وويل بل توغندی د اسد اباد ښار د شهيدانو په څلور لارې کې ولګېد چې پينځه تنه يې ژوبل کړل. نوموړي د ځينو ټپیانو روغتيا حالت داندېښنې وړ وباله او د توغولو پړه يې د دولت پر مخالفو وسله والو واچوله، خو تر دا مهاله يې پړه لا کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې. دا لومړی وار نه دی چې په کونړ د توغنديو بريدونه کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم دغه ډول بريدونو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.