کور / شعر / حساب دلراؤ بر

حساب دلراؤ بر

څوک چې د يار مينه کښې سر ورکوي
هغه نو بيا کله سنګر ورکوي
چې په قېمت د کونج د زړۀ نه شي پوه
څوک ور ته ځائ د زړۀ په سر ورکي
په دې بازار کښې،ځان ،جانان دواړه شته
څوک ئې په زور ،څوک ئې په زر ورکوي
ښائي ،په لار کښې ئې کوم بل موندلی
چې وړی زړۀ،بېرته دلبر ورکوي
نه ما خفه کړي،نه رقيب کړي خوشحال
يار مې ځواب په ډېر هنر ورکوي
ملنګان دلته ، د خېرات په طمع
يار ئې په غاړه ،د ګودر ورکوي
تاسو به جوړ شۍ خو، پوښتنه داده
حساب به څوک، د لر اؤ بر ورکوي
که دې سودا ورسره سمه وړکړه
سود کښې د زړۀ،مين ځيګر ورکوي
 
پښور ٢٧/٥/٢٠٠٩