کور / شعر / راشه دا کلى پرېږدو

راشه دا کلى پرېږدو

ژوند پکې ګران شو تر مرګي راشه دا کلى پرېږدو
خلک مو ډېر ازاروي راشه دا کلى پرېږدو


چې شپه پخه شي د زړه کور کې مي يوه پېغله هيله
سلګۍ وهي  ـ څوک يادوي راشه دا کلى پرېږدو


په خوب کې وينې وينم څنګه به مي څوک په چاړه
بې وسه غاړه پرې کوي راشه دا کلى پرېږدو


پښتون زړګيه په يارۍ کې به دي مړ کړي رانه
د جانان خوى د پنجابي راشه دا کلى پرېږدو


هغه نجلۍ دي لا تراوسه يادوي سقيمه !
د راتلو لارې دي څاري راشه دا کلى پرېږدو