کور / تازه خبرونه / د كورنيو چارو وزارت كانديدانو ته پوليس وركوي

د كورنيو چارو وزارت كانديدانو ته پوليس وركوي

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي د جمهوري رياست كانديدانو ته به د انتخاباتي مبارزې پر مهال د امنيت دپاره روزل سوي پوليس مقرر كړي.


د كورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي د انتخاباتو د خپلواك كمېسون له خوا د كانديدانو د وروستي ليست تر خپرېدو وروسته به د جمهوري رياست هر كانديد ته ۲۰ تنه روزل سوي پوليس د هغوى د امنيت د ساتلو دپاره په واك كي وركړي.


د افغانستان د جمهوري رياست انتخابات چي ټاكل سوې ده د روان كال د اګست پر شلمه نېټه ترسره سي، د افغانستان ګډوډو حالاتو ته په پام سره ډېرى كانديدان د ډاډمن امنيت د نستوالي له امله خپل انتخاباتي كمپاين ته اندېښمن دي.


د جمهوري رياست يوه كانديد سيدجلال كريم پر حامد كرزي باندي نيوكه وكړه چي سر له اوسه په ځينو ولايتونو كي لوړ پوړي چارواكي كمپاين ورته كوي او بل كانديد ته آزاد فعاليت او كمپاين كول امكان نه لري.


سيدجلال كريم په كابل كي په يوه خبري كنفرانس كي وويل چي كه د انتخاباتي مبارزې پر مهال په ده هرڅه وسي، مسئوليت به يې د ولسمشر كرزي او د كورنيو چارو د وزير پر غاړه وي.


د سيد جلال كريم دغه اندېښنه وروسته له هغه راپورته سوه چي تېره اونۍ په كندهار كي څو تنو فرهنګيانو د حامد كرزي د پياوړي سيال پوهاند اشرف غني احمدزي ژوند ليكونه په يوه غونډه كي ووېشل او په وړاندي يې د كندهار والي توريالي ويسا، ښاروال غلام حيدر حميدي او د اطلاعات او فرهنګ رئيس عبدالمجيد بابي سخت غبرګون څرګند كړ، چي وروسته له همدې امله د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمد محمديار د كندهار د والي په امر وسله والو كسانو له غونډي و ايستئ او سخت يې وواهه.