کور / تازه خبرونه / قبايلي طالبانو د لاهور د حملې مسئوليت ومانه

قبايلي طالبانو د لاهور د حملې مسئوليت ومانه


د قبايلي طالبانو وياند د لاهور د هغي حملې مسئوليت پر غاړه واخيست، چي پاكستاني پوليسو ته يې سخته مرګ ژوبله اړولې وه.


د بيت الله مسود يوه قومندان حكيم الله مسود د رويټرز آژانس ته ويلي چي دغه بريد دوى كړئ او دې ته ورته نوري حملې به هم وكړي.

د لاهور بريد چي پرون د پوليسو پر يوه مركز باندي ترسره سو ، نيژدې ۳۰ تنه يې ووژل او ۲۰۰ كسان يې ټپيان كړل.