کور / تازه خبرونه / کندهار:پر ميرويس نيکه او نساجي ښوونځيو بريدونه سوي

کندهار:پر ميرويس نيکه او نساجي ښوونځيو بريدونه سوي

تېره شپه د دامان ولسوالۍ اړوند نساجي ښوونځی کي د قرآن عظيم الشان په ګډون زيات شمېر کتابونه پکښي سوځل سوي دي ، د کندهار د پوهني د رئيس په وينا درې کسان ښوونځي ته ننوتلې، د ښوونځي چپړاسيان يې وهلي او تړلي دي او بيا يې د کتابتون په ګډون د ښوونځي ودانۍ ته اور اچولی دئ، د پوهني رئيس وايي چي اور سهار وختي د سيمي د اوسېدونکو او اوروژني د کارکوونکو لخوا وژل سوئ دئ .



له کندهاره د لراوبر خبريال ديو بل خبر له مخي سهار وختي د کندهار په پنځمه ناحيه کي د ميرويس نيکه ليسې (مشهور په ژيړ مكتب) ودانۍ کي توغندۍ رالوېدلې ده ، د کندهار د پوهني وريس په وينا په پېښه کي چاته ځاني زيان نه دی اوښتی ، ويل کېږي چي ښايي د توغندۍ هدف ښوونځی ته نژدې د خاص نظم په نوم د ملي پوليسو مرکز  و  يا د کندهار ولايت د پي آر ټي مرکز چي د ښوونځی په يوکيلومترۍ کي پروت دی .


ميرويس نيكه لېسه د كندهار يوازنۍ لېسه ده چي تر ۱۳۷۱ كال وروسته د مجاهدينو د كورنيو جنګونو پر مهال هم روغه پاته سوې وه. د دې لېسې يوه استاد لر او بر ته وويل د مجاهدينو پر مهال د اسلامي حزب ځايي قومندان ننګيالي (مشهور په ننګو) پر داسي مهال د دې لېسې ودانۍ او ټول درسي مواد روغ وساتل، چي د كندهار د ډېرو مكتبونو مېزونه، چوكيانو او كتابونه د مجاهدينو د چرس او چايو د اور خوراك سول.


نوموړي استاد وويل: ((ميرويس لېسې افغانستان ته ډېر منور عالمان وړاندي كړي چي د استاد محمدمعصوم هوتك، ډاكټر نثاراحمد صمد او ښاغلي عبدالباري جهاني نومونه يادولاى سو)).


دپوهني وزارت له خوا د ورکړل سوو معلوماتو له مخي په افغانستان کي تر ۶۵۰ د زياتو تړل سويو او سوځول سويو ښوونځيو د بيا فعالېدو کار جريان لري، د هلمند ولايت د پوهني رياست يوه مسلکي استاد لراوبر ته وويل چي د ښوونځيو سوځول له هغه وخته راپيل سوي چي د پوهني وزارت له خوا درې کاله پخوا د نوو تعليمي کتابونو پر مخونو د احمدشابابا د عکس تر څنګ د پخواني جنګسالار احمدشامسعود عکس چاپ سو، د نوموړي په وينا که دولت د شاګردانو پر کتابونو د هغوی د کورنيو د غړو د وژونکو عکسونه او ستايني چاپ کړي وای، شايدد ښوونځيو په سوځولو لاس نه وای پوري سوئ .


د کندهار د ظاهرشاهي ليسې يو استاد د نوم پټ ساتلو په شرط لراوبر ته وويل چي دولت او سياسي ډلي دي د ښوونځيو څخه د سياسي فعاليتونو کار نه اخلي، نوموړي اندېښنه څرګنده کړه چي ښايي د راروانو ټاکنو دپاره هم له ښوونځيو څخه د کمپاين په برخه کي کار واخيستل سي، چي دا کار د ښوونځيو او زد کوونکو په وړاندي خطرونه رامنځته کولای سي . 


بله خوا د كندهار له هوايي ډګره لراوبر ته په رارسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ په حوز مدد سيمه کي څلور کوچنيان په لاسي بم د لوبو پر مهال ټپيان سول، د خبرپاڼي له مخې دا ( ګرين اېټ بم) له طالبانو پاته سوئ و. د خبر له مخي ژوبل سوي ماشومان د کندهار د ملي اردو روغتون ته لېږدول سوي دي .