کور / خبرتیا او پيغامونه / دباچاخان په مزار ۷۰ مليونه ډالرو دمصرف خبره حقيقت نه لري

دباچاخان په مزار ۷۰ مليونه ډالرو دمصرف خبره حقيقت نه لري

 


څو ورځي مخکې دافغانستان دمطبوعاتو لخوا داسې خبر خپور شو چې دباچاخان په مزار د اوياميلونوامريکايي ډالرو مصرف لګښت دافغانستان دحکومت لخوا ترسره کيږي ددې خبر په  اساس ښاغلي ظريف صاحب لخوا  دغبرګولي دمياشتی په ۴ کال ۱۳۸۸ کې يوليکنه دبهير په ويب پانه کې نشر شوه .


ددې  رپورټونه  په اساس  غواړم  په ډيراحترام سره دافغاننستان دمطبوعاتو دخبر په وړاندې او دښاغلي ظريف عنايت دهغه ليکني په هکله وضاحت وکړم کوم چې دغبرګولي دمياشتي په ۴ کال ۱۳۸۸ کې دبهير دويب پاڼي لخوا دباچاخان  په مزاردافغان حکومت لخوا د ۷۰ ميلونوډالرو دمصرف په  هکله يوه ليکنه نشرته وسپارل شوه ، زه پدې پوهيږم چې ظريف صاحب دخپل افغاني احساس له مخي چې درسنيونه دغه خبر ترلاسه کړې دغه ليکنه کړيده مګرحقيقت دخبرې دادی چې دغه خبر دحقيقت نه په غيرسره مطبوعاتوديوغير مسول شخص لخوا چې په ننګرهارکې دباچاخان دټرسټ پورې هيڅ تړاو نلری خپره شوی اوهم دباچاخان دکمپلکس دکار پورې کوم مسوليت نه لري .


 دباچاخان دمقبرې اوکمپلکس کار دباچاخان دټرسټ لخوا په خپلومالي مرستوسره چې دباچاخان د خدايي خدمتګاروانو د مينه والولخوا اوددې دکورنی دمستقيم مالي مرستي په وسيله جوړيږي نه دافغانستان دحکومت په مالي مرسته.


 له بلې خوا پردغې مقبرې داوياميلونوډالرولګښت پخپله يوه له مبالغې ډکه تبليغاتي څرګندونه ده چې هيڅ حقيقت نه لری ددغې پروژي لګښت نه دومره ډير دی اونه يی هم دافغانستان دولت ورکوي . دغه ټرسټ دافغانستان داساسی قانون په اساس په رسمي ډول سره راجسټر شوی اودهغې ددفترڅانګه په ننګرهار کې موجود دی هغه چاچې ددې کمپلکس رپورټ خپورکړ دباچاخان ددې پروژی سره کوم تړاواومسوليت نه لری دغه پروژه خپل ځان ته مسولين لري چې ممکن ډير ژر به په دې هکله خپل رسمي دريځ دهيوادوالو په وړاندي اعلان کړي هيله مند يم چې دظريف صاحب اودافغانستان ټولو خلکوته دغه خبره روښانه شوی وی اوپوهه شي چې ددې اعلان خپرونکی دباچاخان دپروژی مسول نه بلکی دهغې خپل شخصي  نظر دی اوحقيقت نه لری .


دافغانانو په تاريخ کې د اميرامان الله خان اوباچاخان کارنامي دانګريزانوپه خلاف دازادې غوښتونکومبارزينوهغه دوه پيژندل شوي ستوري دي  چې تل  د پښتنوپه تاريخ کې دلمرپه شان ځليږي اوافغانان پرې فخرکوي ، دباچاخان خيالات دافغانستان په هکله اوپه دې لړکې چې باچاخان دامان الله خان دمخالفينوپه هکله کوم کوششونه کړي دي ،په تاريخي لحاظ دتاريخ يوبرخه جوړوي او دننګرهار په تاريخي سيمه کې ددې دوو مبارزينو مقبري موجودي دي .


د ډيورنډ کرښې په دواړو خواو کې پښتانه تاريخي سياسي ، مذهبي ، ژبني ، ګډ کلتور او فرهنګ لري او هيڅ څوک نه شي کولی چې دوی د کرښې دېخوا او هاخوا پښتانه په نوم سره بيل کړي، باچاخان نه يوازې دکوزې  پښتنو بلکې د بره پښتنو په زړونو کښې خاص مقام لري.


فخر افغان خان عبدالغفار خان د خپل وسيت له مخې د پښتون په غيرتي خاوره جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو . دا دلروبرو پښتنو ديوالي اود ډيورنډ کرښې په ضد د هغه د اوږدې مبارزې يوه برخه ګڼلی شو .


دباچاخان دکمپلکس
دجوړيدومسوله اداره
برېښناليک پته : s_sanjish@yahoo.com