کور / شعر / ژوند

ژوند

کله راته خاندي کله ژاړي دغه ژوند
رنګ بدلوي هروخت داسې ښکاري دغه ژوند
کله شي بدرنګ ، او کله خاپیرۍ په شان
کله مینه کله نفرت راوړي دغه ژوند
پریده چه آزاد شم بی وفا حیات ځنې
نوربه څومره غم ګنې به شماري دغه ژوند
لاړ خون جګرشو، زړه د ا نتظارځنې
نور به څومره صبر رانه غواړي دغه ژوند
ای د نامرادو کم بخت اجله چیرته یې
شپه او ورځ بس تا پسې مې ژاړي دغه ژوند
ګرځم سرببراو څیرې ګریوان طاهري
دې نه به بل کوم رسوایي راوړي دغه ژوند