کور / تازه خبرونه / په كندوز كښي د ريدي ګل مشاعره وشوه

په كندوز كښي د ريدي ګل مشاعره وشوه

په كندوز كښي د پسرلي ادبي او كلتوري ټولنې له خوا د ريدي ګل په نامه مشاعره چې هر كال يې ددغه ولايت فرهنګيان په خپلو هڅو برابروي ترسره شوه، په دغه مشاعره كې د كابل پوهنتون استادانو، په كابل كې د علومو اكاډمۍ غړو، د ننګرهار، مزار شريف، بغلان، تخاراو نورو ولايتونو تقريبا درې سوه تنو فرهنګيانو شاعرانو او ليكوالانو ګډون كړى و.

 د ريدي ګل مشاعرې په شپه د ( ريديو شپه او څو غزلو) په نامه مشاعره وشوه چې د مزارشريف ، كندوز او راغلو تاندو او تكړه شاعرانو په كې په زړه پورې شعرونه ولوستل، د ريدي ګل مشاعره له شعرويلو پرته بيلا بيلو شاعرانو په خپلو ترنمونو ښكلى كړى وه. د يادولو وړ ده چې مشاعره پرته له كوم سانسور پيل او په ارامه فضا كې پاى ته ورسيده.