کور / خبرتیا او پيغامونه / د اروا ښاد روحاني په ياد کې د غونډې خبرتيا

د اروا ښاد روحاني په ياد کې د غونډې خبرتيا

  تاسو خبرياست چې نېژدې يو كال وړاندي په هلمند كي دبي بي سي خبريال او يو تكړه شاعر او ليكوال شهيد عبداصمد روحاني  دقلم او سولي ددښمنانو له خواځوانيمرګ كړل شو، دكندهار خبريالان دشهيد روحاني دشهادت لومړى تلين لمانځي او په همدې موخه په كندهار كي ديوې غونډي تابيا هم شوې ده ، له تاسو محترمو په درنښت هيله كوو چې كه ممكنه وي دروحاني شهيد سره ستاسو يادګاري عكسونه،دهغه او له هغه سره تړلي شعرونه، رپورټونه، مركې، مقالې ،او يادونه موږ ته په ليكلې بڼه راوليږئ .


دروان عيسوي كال دجون مياشتي پر ۷ نېټه په كندهار كي په جوړه غونډه كي به يوه نوې ويباڼه (www.khabaryal.com)هم پر ليكه شي چې دم ګړى به ترډېره بريده دروحاني شهيد سره تړلي مواد پكښې وي ، همداراز موږ پرېكړه كړې چې دروحاني دشهادت په ورځ به دكندهار سورغر اونېزه ټوله روحاني ته ځانګړې وي او ښايي ځيني نوري رسنۍ به هم په دې ورځ دروحاني سره تړلي مطالب خپاره كړي . همداراز ستاسوله لوري رالېږل شوي پيغامونه ،ليكني،شعرونه او يادونې ښايي په دغه غونډه كي مخامخ هم ولوستل شي . او تاسو محتر بايد خپلې ليكني او نور توكي تر دريو ورځو پوري موږ ته راولېږئ چې كاري ډله يې په سورغر اونيزه او نوې ويپاڼه كي ځاى كړي .


داكار هغه وخت ممكن دى چې تاسو په دې اړه له موږ سره پوره مرسته وكړى او دشهيدروحاني سره خپله خواخوږي وښياست.
ستاسو دمرستي په هيله
په درنښت
بريښنا ليك پتې :
Khabaryal.net@gmail.com  – Afghan_mirwais@yahoo.com  – ssaqim@gmail.com