کور / تازه خبرونه / دملي پيوستون ۴۴ پروژي ګټي اخستني ته چمتو شوي

دملي پيوستون ۴۴ پروژي ګټي اخستني ته چمتو شوي

دکليو دبيارغوني او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام اته ديرش پروژي پدي وروستيو کي بدخشان په ولايت کي گټي اخستني ته وسپارل شوي .

ددي ولايت دملي پيوستون پروگرام دمسوولينو دوينا له مخي پدي پروژو کي د(٥٥) کيلومترو په اوږدولي په کليوالي سرکونو باتدي شگي اجول ، ديو ټولنيز مرکز جوړول، د( ٥٢٨) مترو په اوږدوالي داوبو لگولو کرنيز کانال ، د(٨٥) کيلوواټو په ‌‌‌‌ظرفيت داوبو دبرښنا څلور واړه بندونه ، د(١٩٠٥٩) مترو په اوږدوالي داوبو رسولو دشبکي عځول او دښځو لپاره دغالي اوبدلو ، خياظي او سواد زده کړي دکورسونو دايريدل شامل دي .

يادي شوي پروژي دبدخشان ولايت دوردج، شغنان، خواهان، درايم ، نسي، ارگو ، کشم، تگاب ، شهربز رگ ،بهارک ،شهدا، تشکان ، او دبدخشان ولايت په مرکز فيض آباد کي د(٣٢،٥٧٥٠٠٠) افغانيو په لگښت دملي پيوستون پروگرام له بودجي او په سلو کي لس دکليوالو دونډي په شمول بشپړي اوله هغه نه څه دپاسه ( ٤٢٢١) کورني گټۀ اخلي .