" /> " /> " /> " /> پاكستان : بهرني هيوادونه طالبان حمايه كوي – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / پاكستان : بهرني هيوادونه طالبان حمايه كوي video

پاكستان : بهرني هيوادونه طالبان حمايه كوي video

پاكستان وايي په پښتونخوا كي د حكومت ضد وسله والو ته بهرني
هيوادونه پيسې او وسلې وركوي او په دې اړه د دوى لاس ته ځيني اسناد هم ورغلي دي.

تېره شپه صدراعظم يوسف رضا ګيلاني خبريالانو ته وويل چي په پاكستان
كي ډېرى ترهګر بريدونه د بهرنيانو له خوا ترسره كېږي، چي چيچن، ازبك، عرب، طالبان
او افغانان پكښي شامل دي.

ګيلاني وايي دغه بهرني جنګيالي له ځينو هيوادونو او د نشيي
موادو  له كاروبار څخه پيسې په لاس راوړي او بيا خپل جنګي مهمات په رانيسي.

هغه وويل پوځي عمليات د پاكستاني ملت د ګټي په خاطر روان دي او په
دې لاره كي په لكونو كسانو له خپلو سيمو څخه د بېځايه توب او كډوالۍ قرباني وركړې
ده.

رضا ګيلاني په دې كنفرانس كي د كوم بهرني هيواد نوم ياد نكړ، خو تر
دې دمخه ځينو پاكستاني چارواكو څو ځله هند او افغانستان د بلوچستان په شخړه كي په
لاس لرلو تورن كړي وو او همدا راز يې تېر كال د قبايلي طالبانو پر مشر بيت الله
مسود تور ولګاوه چي له هند څخه وسلې ترلاسه كوي.