کور / تازه خبرونه / فلمي ستوري اميتابچن د اسټراليا افتخاري ډګري رد كړه

فلمي ستوري اميتابچن د اسټراليا افتخاري ډګري رد كړه

د هندوستان د باليووډ سينما مشهور ستوري اميتابچن د يوه اسټراليايي پوهنتون د ډاكټرۍ ډګري رد كړه.

اميتابچن وروسته له هغه د اسټراليا د كوئينزلنډ د ټكنالوجۍ پوهنتون د دغي افتخاري ډګرۍ له اخيستلو څخه ډډه وكړه، چي په اسټراليا كي پر هندي محصلينو د نژادي تبعيض له امله څو پرله پسې حملې وسوې.
د كوئينز لنډ پوهنتون وايي دغه ډګري يې نوموړي ته د هنري تفريح په نړۍ كي د هغه خدمتونو پر اساس وركوله.


ټاكل سوې وه اميتابچن به دغه ډګري د جولاى په مياشت كي ترلاسه كړي، خو هغه وايي نور يې په دې اړه خپله فيصله ځكه بدله كړې، چي په اسټراليا كي د هندي محصلينو سره خورا بد چلند سوئ دئ.

اميتابچن په خپل ويبلاګ كي ليكلي چي په اسټراليا كي يې له خپلو هيوادوالو سره د نژادي تبعيض او بريدونو ننداره بسته ورځ په ميډيا كي تعقيب كړه او هغه هندى محصل يې هم وليدئ چي په روغتون كي د مرګ او ژوند ترمنځ په كش مكش كي راګير وو.

اميتابچن ويلي، دى د اسټراليا پر دغه پوهنتون كومه نيوكه نه لري او نه يې هم د ايوارډ له نه اخيستلو څخه د هغوى سپكاوى مقصد دئ.

اميتابچن وايي: ((په داسي حال كي چي له هيوادوالو سره مي په يوه بهرني ملك كي دغسي غير انساني چلند كېږي، زما ضمير او وجدان د دې اجازه نه راكوي چي د هغه هيواد له خوا د ډاكټرۍ افتخاري ايوارډ واخلم)).