د پکتيا د والي جمعه خان همدرد د وياند روح الله سمون په يوه خبري غونډه چي تيره ورځ د مزار شريف ښار كي را بلل شوي وه دوستم يو داسي كس وبلل شو چي د افغانستان په ټولو ناخوالو كي لاس لري
روح الله سمون وويل تاسو ټولو ته معلومه ده چي دوه كاله دمخه په اووم د غبرګولي د يو تعداد معلوم الحال اشخاصو په لمسون شبرغان ښار كي د دولت پرضد توطيئه جوړه شوه چي په ترڅ كي يي په تآسف سره بايد ووايو يو شمير بي ګناه وكړي مړه او ټپان شول ، چي مونږ قربانيانو سره وار دمخه همدردي ښودلي او ددي پيښي عاملين مو غندلي
سمون زياته كړه دا فسوس خبره دا ده چي څو تنه د دولت پر ضد پورته كيږي ملي جنډي او د ولسمشر حامد كرزي انځور راكوزوي د هغوي يادونه كيږي او ورځ يي لمانځل كيږي ولي زه افسوس كوم چي د زرګونو بي ګناه انسانانو په وينو د ليلي دښته سره ده خو تر اوسه هيڅ كوم فرد د افغانستان و دي مظلومو شهيدانو كورنيو ته تسليت نه دی ويلی او نه يې يادونه شوي ؟؟
دده په خبره اووم د جوزا پيښه د دولت او مركزي حكومت پر ضد يوه جوړه او نه پټيدونكي توطيئه وه او دا پيښه ټولوته معلومه ده چي د دوستم يې مسئول دي او مظلوم اولس د ده په لمسون را پارول شوي وو.
سمون وويل د دوستم څيره ټولو هيواد والو او په ځانګړي ډول ، د لوګر د تنګې واغه جان او د كابل ولايت د پغمان ولسوالۍ خلكو ته معلومه ده ، په دي برخه كي تاسو كولاي شي له جهادي رهبرانو او قوماندانو څخه پوښتنه وكړۍ چي پر وليشت وليشت ځمكه به يي د وخت له حكومت څخه پيسي اخيستي؟
سمون د خپلو خبرو په لړ كي دي ته اشاره وكړه چي د دوستم د جرمونو نوري بيلګې د ليلي د دښتي په وينو لړل او د ځينو شريفو كسانو پر كور يرغل دي
دده په خبره همدا اوس هم د نوموړي ښاغلي د لاسه په زركونه كورنۍ ، د جوزجان ، فارياب او سر پل څخه آواره دي او د هرات په ژيړۍ كمپ كي اوسيږي، چي جايدادونه يي اوس هم ددوي په ولكه كي دي . او هغه خلك نشي كولاي خپلو ځمكو ته راشي
سمون د سانچاره كي په ځواب كي داسي وويل (د ښاغلي فاضل سانچاركي په ځواب كي دا كافي ده چي ووايو د دوي د حكومت په لسيزه كي افغانو پيغلو د خپل عزت د ژغورني لپاره په كابل كي له څو پوړو څه ځان ښكته واچاوه )
دا په داسي حال كي ده چي په اووم د جوزا د شبرغان ښار كي د دوه كاله د مخه پيښي يادونه وشوه او په هغه غونډه كي لطيف پدرام ، فاضل سانچاره كي ، رحمان اوغلي ، او ځينو نورو كړيو برخه اخيستي وه .