کور / خبرتیا او پيغامونه / افغاني وياړونه په هند كې

افغاني وياړونه په هند كې

د افغاني فرهنګ او دودونو مينه والو په خوښۍ تاسې ټولو ته خبر دركوو چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مرسته په هندوستان كې د افغاني تاريخي يادګارونو او پښتني دودونو په اړه په پښتو ژبه د تلويزيوني او راډيويي خپرونو او ډاكمنټري فلمونو يوه نوې لړۍ چمتو شوې او هره چهارشنبه ماښام ۹ بجې او تكرار يې پنجشنبه سهار لس بجې د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون په څپو خپريږي ، تاسې كولاى شئ په هېواد كې د ننه او بهر دغه په زړه پورې خپرونې وګورئ ، د خپلو نيكونو له وياړونو خبر شئ ، په هندوستان كې د مېشتو پښتنو مېنې  او ژوند او د پټان سټايل معمارۍ ظرافت او رنګينۍ وګورى .

د خپرونو كوربانه دي :

پروفيسور خالق رشيد، په هند كې دافغانستان فرهنګي اتشه

مطيع الله اباسين ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د توريزم چارو سلاكار

داړيكو شمېر: ۰۰۹۳۷۷۷۲۱۱۰۰۶

برېښناليک : M_abasin@yahoo.com