کور / شعر / په دې ښارکې

په دې ښارکې


په دې ښارکې


دابلیږي چې اورونه په دې ښارکي


دازمونږسوځي کورونه په دې ښارکي


مونږه هغه چاوژلي یودچاچي


اوس خواره دي تصویرونه په دي ښارکي


ددي ښارخلک دخپل ځان قاتلان دي


دښمنان دي سره اورونه په دي ښارکي


داسلګي لکه ددښتوخوري دلته


اوغمونه غرونه غرونه په دي ښارکي


څوک چي دلته کي دظلم مخالف وي


په هغه لګي تورونه په دي ښارکي


همدوی دلته دنفرت اورونه بل کړل


داغوڅیږي چي سرونه په دي ښارکي


کرکه هم راغله چي ته وطن ته راغلې


محبت وترپرونه په دي ښارکي


عجیبه ده چي پښتون لاهم ویده دی


عجیبه کېږي کارونه په دي ښارکي


دتکبیرسندره نشته دي اورورک دي


دسندروتکبیرونه په دې ښارکي


داالهام له دې نری زړه سره دلته


داسلګی اوداویرونه په دې ښارکي