کور / تازه خبرونه / امريكا: د جنرل موټرز كپمنۍ ډېوالي سوه

امريكا: د جنرل موټرز كپمنۍ ډېوالي سوه

.
د امريكا د موټر جوړولو تر ټولو غټه كمپنۍ (جنرل موټرز) ډېوالي سوې ده.


د دې كمپنۍ منيجر پرون د دوشنبې په ورځ په رسمي توګه د خپلي كمپنۍ ډېوالي توب اعلان كړل، چي له امله به يې يوازي په امريكا كي تر ۲۰۰۰ زيات كاركوونكي بېكاره سي.


د جنرل موټرز كمپنۍ له يوې پېړۍ راهيسي په امريكا كي توليدات وړاندي كول چي د امريكا حكومت وايي دا كمپنۍ به بيرته پر پښو ودوري.


د كمپنۍ د ډېوالي كېدو لامل د دوى د موټرانو كمزورى بازار په ګوته سوئ چي وايي د نړيوال مالي بحران له امله يې د موټرو په خرڅلاو كي خورا زيات توپير راغلئ دئ.


تر دې دمخه د جاپان د ټويوټا كمپنۍ هم اعلان كړئ وو چي د ۲۰۰۹ كال په لومړيو دوو مياشتو كي يې څلورنيم ميليارډه ډالره تاوان كړئ او علت يې په اروپايي او امريكايي بازارونو كي د ټويوټا كمپنۍ د موټرانو كمزورى ماركېټ په ګوته سوئ وو.