کور / تازه خبرونه / اېران له پاكستان سره خپله پوله بنده كړه

اېران له پاكستان سره خپله پوله بنده كړه

د اېران په زاهدان ښار كي د شيعه ګانو په يوه مسجد كي د پنجشنبې تر بم چاودني وروسته اېران د پاكستان له بلوچستان ايالت سره خپل سرحد تړلئ دئ.

د اېران د بهرنيو چارو وزارت په تهران كي د پاكستان سفير تر دې چاودني وروسته ور وغوښتئ او د چاودني په اړه يې احتجاج ورته وكړ چي وروسته يې پاكستان ته تللې پوله هم وتړله.

د پنجشنبې چاودنه چي په يوه مسجد كي وسوه د ۲۰ په شاوخوا كي كسان يې مړه او د سلو په شاوخوا كي ټپيان كړل، چي تر پېښي درې ورځي وروسته اېران په دې چاودنه كي د لاس لرلو په تور درې تنه اعدام كړل.

د بلوچستان اوسېدونكي وايي د اېران د پولي تر تړلو وروسته هلته پټرول، ډېزل او اوړه ګران سوي دي او د پاكستان وريجي او نوري مېوې چي به اېران ته تلې هم تجارانو ته كوترم پرتې دي.

د تفتان مرستيال ناظم جليل محمدداني د بي بي سي د اردو څانګي ته ويلي چي د سرحد تر تړلو وروسته پر پوله ۲۰۰۰ كسان كسان چي يوې او بلي خواته به يې مالونه انتقالول بېكاره سوي دي.

د تفتان چارواكي وايي د سرحد د خلاصولو په اړه د اېران او پاكستان د حكومتونو ترمنځ خبري رواني دي، خو كه دغه حالت ډېر وخت دوام وكړي ښايي د سيمي ډېرى اوسېدونكي كډي كولو ته اړ سي.