کور / طنز / پر کتاب منډه

پر کتاب منډه

 


یوې فرهنګې ټولنې  د یو  کتاب د چاپیدو په  هکله پر هغه د منډې لوبه     جوړه کړې وه  تاسو غم مه  خورئ  اوس هر دوه نفر چې سره کښيني  نوم يې ایږدی ټولنه  که یې کوم یو لیکوال یا شاعر وي بیا فها
 پرځان:  په  امریکا کې د افغانانو فرهنګي ټولنه یا په لندن  کې د افغانانو فرهنګي ټولنه یا  په نړۍ کې د افغانانو  فرهنګي ټولنه یا په کهکشان کې  دافغانانو  فرهنګي ټولنه  نو م ایږدي .خو خبره دي ستاسو سره وي چا ته مه وایاست  دا ټولنې د افغانانو د فرهنګیانو  د یووالي  زیری ورکوي ځکه   د نیکمرغه  د شیطان غوږونه دی کاڼه وي  ان یو دري ژبی  د پښتنو  په ټولنې او سرچپه يي هم  نه لیدل کیږی دا لا څه کوئ  په هغو کې بیا یو برېت د بې بریتو  په ټولنې کې اویو لونګې په پکولو کې په دوربین نه لیدل کیږی   باید هم داسې وي ځکه هغه متل دی چې وایې مارغان هغه سره الوزي چې بنګې يې سره ورته وي.
نو تاسو سوچ وکړئ په یو بهرني هیواد کې به څومره افغاني ټولنې وي نو ځکه  لازمه ده   وپوښتئ کومه ټولنه ؟



زه هم په ختا  یوې ټولنې ته   ورغلی وم    ښه ترتیبات نیول  شوی  وو.
لومړی یو سړی ولاړ شو او ځان يې  د ټولنې  مشر وباله هغه ویل د نیکمرغه ما کتاب نه دی لوستی زه به  د کتاب پرځای په  خپلې ټولنې یو چکر ووهم  ښه ټولنه ده زه يې مشر کړم ډیري لاس ته راوړینې لرو لکه  ما خپل کتاب  ددوستانو په مرسته چاپ کړ…
  ټوله رابلل شوی لکه د دغاب پر څنډی چې رومیان اوډل شوی وي ناست او یوازې یې چکچکې  کولې
 لومړی دکتاب محترم ټایپست ته بلنه ورکړه شوه  پر کتاب یوه تیزه منډه وکړي
هغه د بوټو سره پر هغه وخوت   لکه ادبي اتل په تیاره کې يې څو ادبي غښي وویښتل.
 ټولو چکچکې پرې وکړې
بیا یو شاعر را وبلل شو هغه  ویل: ما ته پرون ناوخته دا کتاب راورسید ما یوازې د هغه پوښ ولید ښه پوښ لري لیکوال ته يي تبریک وایم  اوس به   خپل یو شعر درته  ولولم
غر یم اسمان یم توپان یم…
بیا  ټولوچکچکې وکړې
 بیا یو لیکوال  راغی  هغه وویل: ما ته  پرون دشپې  ناوخته کتاب   لاس ته  راغی ایله سریزه مې ولوستله
د هغه څو لیکې می په یاد دی هلته لیکل شوی وه…..
بیا یو بل لیکوال راوبلل شو هغه ویل : له نیکه مرغه ما  هم کتاب نه دی لیدلی    زه له  دوستانو منم    چې ښه کتاب دی
 اوس به یو طنز درته ووایم
خره زمری یوه ګوله کی…
بیا ټولو چکچکې وکړې
یو بل راغی  هغه هم خپله یو ټوکه وویله
ویل يي: زویه دا می تر اوم پوښته بس ده….
بیا چکچکې شوې او هغه اړ شو څو نوری  ټوکې ووايي
 بیا یو بل پوه راغی هغه ویل ما هم داسې تاریخی  کار ونه کړی دی.او لکه  انکر او منکر ته چې د خپلو ټولو بدو او ښو کارونو راپورټ ورکوی  ناستو کسانو ته يي راپورټ ورکړ او په پای کې يې ویل :که دا  کتاب هم داسې وی لکه زما  نو ښه کتاب دی
ټولو بیاژر ژر چکچکې وکړې چې خدای   ددې بلا ژر خلاص کړل
 بیا یو ادب  پوه  ته بلنه وکړه شوه دا چې هغه هم دا کتاب نه وو لوستی نو دتاریخي کتابو دلیکولو په ګتو يې خبرې وکړې.
ټولو بیا چکچکې وکړې
 لیکوال  له اریانی تاو تاو کیدی او شونډه يې په غاښ نیولې وه
 د ټولنې مشر داچې دفرهنګي ټولنې د کرکټ هر یوه  لوبغاړی خپلي منډې پوره کړی  وې او په خپلو ښو منډو يې   د ټولنې سر سر بداله  لیکوال ته  پورته کړی وو   خپل خرېیلي  برېتونه يې  لکه د بړیڅ خان اکا  تاوکړه
 لیکوال ستیج ته راغی خپله يې په کتاب ړنا واچوله او
او له ټولنې څخه  یې په سترګو کې  د خاوره  اچولو مننه وکړه
دا ادبي ناسته  هم لکه نورو ناستو  په چکچکو پای ته ورسیده .