کور / خبرتیا او پيغامونه / کويټه : پښتو ادبي غورځنګ د روحاني ياد لمانځي

کويټه : پښتو ادبي غورځنګ د روحاني ياد لمانځي


د کندهار د خبريالانو له لوري پښتو ادبي غورځنګ تابيا کړې ده چې په سويلي پښتونخوا کې د ځوانيمرګ شهيدروحاني په ياد يوه غونډه جوړه کړي .


دغه غونډه به د روحاني له تلين يوه ورځ وروسته د روانې مياشتې په اتمه نېټه په کوټه کې د پښتو ادبي غورځنګ د ټولنې په دفتر کې ترسره کېږي .

په غونډه کې به  ګڼ شمېر پښتانه ليکوالان ، شاعران او مينه وال د خداى بخښلي په ياد او ژوند ويناوې او شعرونه برخه والو ته واوروي .

له تاسو ټولو څخه په درنښت هيله کيږي چې د امکان تر پولې په ياده شوې نېټه له پښتو ادبي غورځنګ سره د ځوانيمرګ ساندې بدرګه کړئ . او يا هم خپل پيغامونه ، ليکنې او شعرونو په لاندې ادرس راولېږئ . تر څو ستاسو په نوم د غونډې برخه والو ته واورول شي .

برېښناليک :

ssaqim@gmail.com