کور / تازه خبرونه / ځانمرګي بريد د يوې كورنۍ شپږ غړي ووژل

ځانمرګي بريد د يوې كورنۍ شپږ غړي ووژل


د بګرام امريكايي اډې ته نيژدې د موټر بم يوه ځانمرګي بريد د يوې كورنۍ شپږ غړي مړه او دوه ماشومان ټپيان كړل.

فرانس پريس آژانس د افغانستان د كورنيو چارو وزارت په حواله وايي دغه پېښه پرون د سې شنبې په ورځ هغه وخت رامنځته سوه چي بريد كوونكي خپل موټر وچاودئ او په يوه بل موټر كي ناست دوه نارينه، دوې ښځي او دوه ماشومان چي ټول د يوې كورنۍ غړي وو ووژل او دوه نور كوچنيان يې ټپيان كړل.