کور / تازه خبرونه / سنګاپور افغانستان ته د راكټ ضد رادار لېږي

سنګاپور افغانستان ته د راكټ ضد رادار لېږي

د سنګاپور حكومت وايي افغانستان ته به دغسي يو رادار ولېږي چي د راكټي بريدونو په مخنيوي كي به ګټور تمام سي.

د دغه هيواد د صدارعظم مرستيال او د دفاع وزير چي هېن وايي دغه رادار به په روزګان ولايت كي ځاى پر ځاى كړي، چيري چي په دې وروستيو مياشتو كي د اسټراليايي او هالنډي ځواكونو پر مركزونو راكټي بريدونه ډېر سوي دي.

د دفاع وزير په وينا دغه رادار به د راكټ له فايرېدو سره سم ځواكونو ته د خطر په اړه معلومات وركوي او هم به دا معلوموي چي دغه راكټ له كومه ځايه فاير سوئ دئ.