کور / تازه خبرونه / کندهار: ځانمرګي بريد پنځه پوليس ووژل

کندهار: ځانمرګي بريد پنځه پوليس ووژل

 

د کندهار امنيتي چارواکي وايي په دغه ولايت کي د يوه ځانمرګي بريد له امله پنځه پوليس وژل سوي دي.

د امنيتي مقاماتو په وينا پېښه نن (چارشنبه)ماځيګر نيژدې شپږ بجې د دغه ولايت د سپين بولدک په ولسوالي کي رامنځته سوې چي قربانيان يې ټول افغان پوليس په ګوته سوي دي.

د بولدک يوه اوسېدونکي لر او بر ويبپاڼي ته وويل چي ځانمرګي بريد کوونکي د بولدک د ګمرک مخته د پوليسو يو صرف موټر په نښه کړ چي پکښي سپاره پنځه پوليس يې ټول وژلي دي.