" /> " /> " /> " /> د ايتلافي ځواکونو لخوا د نوراجان بهير نيول غندو (لراوبر)  – لراوبر ویب پاڼه
کور / خبرتیا او پيغامونه / د ايتلافي ځواکونو لخوا د نوراجان بهير نيول غندو (لراوبر) 

د ايتلافي ځواکونو لخوا د نوراجان بهير نيول غندو (لراوبر) 

د نوراجان بهير د نيول کېدو په اړه د لراوبر  ويبپاڼي پيغام

لراوبر ويبپاڼه د ايتلافي ځواکونو لخوا په نيمه شپه کي د ځوان خبريال ، ليکوال او شاعر ښاغلي نوراجان بهير پر کور بريد او د هغه د ورور په ګډون د نوموړي له کوره ويستل په کلکه غندي .

زموږ په نظر ددغسي کړنو په کولو ايتلافي ځواکونه او افغان دولت د سولي پر ځای  شر ته لمن وهي او د ولس په زړونو کي د دولت او بهرنيو قواو پر وړاندي د کرکي او نفرت اور ته تېل ور پاشي .

له افغان دولت او ايتلافي ځواکونو څخه ژر تر ژر د نوراجان بهير د راخوشې کېدو او په راتلونکي د ورته پېښو د مخنيوي غوښتنه کوو .

په درناوي

عبدالله احسان
د لراوبر ويبپاڼي مسول





د نوراجان بهير د نيول کېدو په اړه د بېنوا فرهنګي ټولني پيغام

بېنوا فرهنګي ټولنه د ايتلافي ځواکونو له خوا په خوست کي د افغان ژورناليست، ليکوال او شاعر نوراجان بهير پر نيول کېدو ژوره خواشيني څرګندوي او د ايتلافي ځواکونو دغه عمل په کلکه غندي.

د بېنوا فرهنګي ټولني مشرتابه جرګه ګۍ بېله کوم جرم او سند څخه د يوه ژورناليست نيونه، د ټولو نړيوالو بشري حقونو څخه سرغړونه، د افغانستان د اساسي قانون او بيان د آزادۍ خلاف کار بولي او له افغان حکومت او ايتلافي ځواکونو څخه د ښاغلي بهير د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کوي.

په درنښت
عبدالاحمد محمديار
د بېنوا فرهنګي ټولني د مشرتابه جرګه ګۍ مشر




نوراجان بهير د ۱۳۶۰ لمريز كال، په وروستيو ورځو كې، د خوست مركز، متون سيمې، د مندوخېلو په كلي كې دې نړۍ ته سترګې پرانستې.
دوه كلن به لا نه ؤ، چې كورنۍ يې د وخت د شوروي يرغلګرو له ناكړدو تنګه او له فرضي پولې (ډېورېنډ) ها خوا يې هجرت وكړ.
په كورمه اېجنسۍ كې له لږ وخت تېرولو وروسته يې كورنۍ، پېښور ته كډه شوه. د پېښور او خيبر ترمنځ د (مچېنۍ) په نوم سيمه كې يې يونيم كال تېر كړ، خو بېرته هماغه شنې كورمې ته راكډه شول، كومه چې خوست ته نېږدې او د رنګ او هوا له پلوه هم، لكه د خوست سكنۍ خور داسې ده.
بهير خپلې لومړنۍ زده كړې، په همدې كورمه كې د كډوالو له پاره په جوړو ښوونځيو كې وكړې.
كله چې مجاهدين بريالي شول، نو خوست ته په راكډه كيدو يې بيا خپلو پاتې زده كړو ته دوام وركړ.
دى، چې د پلار مشر زوى ؤ، نو په تانده ځوانۍ غربت دې ته اړ كړ، چې د څه وخت له پاره ښوونځى پرېږدي او له هغه سره د كورنۍ نفقې پېټۍ په ګډه اوچت كړي.
ده يو ځل بيا ښوونځي ته لار ومونده او په ۱۳۸۲ لمريز كال، د خوست له لومړنۍ او مشهورې (غرغښت) ليسې څخه فارغ شو.
پر همدې كال يې، په خوست كې د (مزل) جريدې او سولې پيغام له راډيو سره د خبريال او پروګرام جوړوونكي په توګه كار كاوه.
له ليسې تر فارغيدو وروسته په كانكور ازموينه كې، د خپلې خوښې پوهنځي ته بريالى شو، خو بيا يې هم د اقتصادي ستونزو له امله پوهنتون پرېښود.
خو د شخصي مطالعې ترڅنګ يې دځينو نړيوالو ادارو په وركشاپونو او كورسونو كې برخه واخېسته.
پر همدې وخت يې په خوست كې د افغان كلتوري او مطبوعاتي مركز (آيېنه) سره كار پيل كړ او دې كار يو كال دوام وكړ.
له دې وروسته يې په جنوب ختيځو ولايتونو (خوست، پكتيا، پكتيكا) كې، د كليد ګروپ (كليد راډيو او مجلې) له پاره، د خبريال په توګه كار پيل كړ، چې اوس هم دوام لري.
نوراجان بهير يو كال، په خوست كې د ښځو لومړنۍ خپرونې (ځلا) مرستيال پاتې شوى.
او دا مهال، د (پيوستون كولتوري او خپرندويه ټولنې) له خوا د خپريدونكې مياشتنۍ مجلې (پيوستون) مرستيال چلوونكى دى.
دغه جريده، نه يوازې د سيمې، بلكې د هېواد په كچه ښه نوم لري.
بهير دا وخت د خوست دارلمعلمين د ادبياتو برخې، د دويم كال محصل دى.
نوراجان بهير له ژورنالېستيكو كارونو وړاندې، له ادبياتو سره مينه كوله، لس كاله وړاندې يې په شعر او لنډه كيسه ليكلو پيل كړى، چې ځينې بېلګې يې چاپ شوې هم دي.
تر اوسه يې كوم اثر نه دى چاپ كړى، خو نيت يې لري.


نوراجان بهير څو كاله وړاندې واده كړى او اوس د (الهام او عرفان) په نومونو دوه زامن لري.


د نوراجان بهير د شعر بېلګه دده له خپل ويبلاګ څخه : http://larawbar.com/baheer


غچ



کله چې شين ګودر د جنګ په اور کې وسوځيدو
پېغلو هم شنه شالونه کېښول، تور پړونې شولې
د کلي مستو زلمو پرېښووې د ګودر لارې، خو
خدايزده چې ولې يې علت پسې سر نه ګرځاوه


د جنګ زړه يخ نه ؤ، څو ورځې تېرې شوې نه وې
دا  ځل لمبې شولې په جمو او حجرو را تاوې
پولادي غاښو يې لاسونه پرې کړل، پښې وخوړې
اورنۍ ژبې يې خيالي ځوانۍ کړې نس ته تېرې


خو يو څو ورځې جمې تشې وې، حجرې تشې وې
د شنو پټو پر پولو پېنډې د چرسيانو نه وې
سپېرو بادونو به ؤ، ټول کلى په سر اخېستى
شپه د ککوو  وه، جومات ته هم څوک نه راوتل


ورو ورو د کلي سحر شين شو، غرمه وغوړيده
زېړ مازديګر غېږ کې رنګينه زمانه ونېوه
پاتې زلمو هم،  نور شهيد همزولي نه يادول
شوخې ټپې يې، بيا په وچو شونډو ورغړيدې


د لوبو لاره هم،  له هغې هديرې تيرېده
چې جنګ سوځلي او وژلي يې په غېږه کې وو
پېغلو په دې خاطر چې فکر د زلمو راويښ کړي
يو اختر سرې جنډې، د هر قبر په سر لکې کړې


خو زلمو دا رنګ هم، د وينو په رنګ ونه مانه
بس سور سالو او سرې نکريزې يې په زړه وريدې
دوى وې چې هر څوک به د دوى په څېر خوبونه ويني
نه وو خبر چې پېغلې خوب کې هم غمونه ويني


ډېره موده وروسته په کلي کې واده ؤ د چا
پېغلو کړې ګوتې سرې، درياوې يې لاسونو ته کړې
همدا موقع وه چې د زړه کيسه زلمو ته وکړي
ځکه چې ټول وو د نکريزو او سندرو مين


ورا ښه ګرمه وه روانه او سندرې ګرمې
پېغلو زلمو ته کړې د سويو ګودرونو کيسې
د وران جومات، ړنګو حجرو او تللو ژڼيو داستان
دوى زنګيدل، خو د ټپو په مانا نه پوهيدل


ناڅاپه کړنګ شو، د اسمان هوا بدله شوله
تورې چورلکې، الوتکې غړمبيدې راغلې
چا وې عکسونه اخلي، پېغلو ترې مخونه پټ کړل
خو تورو لړو، ورځ په توره تياره واړوله


د ښځو، نرو او تنکيو ماشومانو کريغې
بيا د بمونو له درانه غږ سره ګډې شولې
بيا يو بې وخته قيامت، په يوه کلي راغى
بيا د لسګونو ارمانونو څانګې ورژيدې


څه چمبه مارې، سندرمارې پېغلې لولپه شوې
د ټپو ژبه، د سره پوځ په بم ټوتې ټوټې شوه
دريا ته سره لاسونه، سرې ګوتې هم غوڅې شولې
اوس د خپل تن پر ځاى، د ونو په ښاخونو کې دي


نو!
زلمو پام وکړئ!، کنه زه خو وايم کفر به وي
که نجونو پرېښي سره ټېکري له سره تاؤ نه کړئ!
همدا کفن نه کړئ، همدا ملاوستني  نه کړئ!
او له خونخوارو د شهيدو پېغلو غچ وانخلئ!!


  2009-06-04    د کليد ګروپ خبريال نوراجان بهير راخوشې شو     
2009-06-03  د خوست، پكتيا او پكتيكا ژورناليستانو بېړنۍ غونډه وكړه


2009-06-03   ايتلافي ځواكونو د نوراجان بهير نيول ومنل


2009-06-03   نورا جان بهير بهرنيو ځواکونو ونيوه