کور / خبرتیا او پيغامونه / د وره ټك،ټك شو (بهير) ورووت!!!؟

د وره ټك،ټك شو (بهير) ورووت!!!؟

په هره غونډه او مشاعره كې به له ځوان ژورناليسټ او شاعر نوراجان بهير نه همدا غوښتنه كېده! ( غدۍ ،ووايه، غدۍ ووايه…!!!) همدا چيغې به د تالار له منځه يا د بانډار له منځه راتلې خو هغه وګړي له دې نه و خبر چې همدا غدۍ :
…سهار نږدې دى د وره ټك،ټك شو
زلمى ورووت غدۍ ولاړه
پردي ټوپك دي پردۍ درشۍ دي
د داسې خپلو ډلګۍ ولاړه
هغه يې بوتلو كور چيغو واخيست
د هر ميل خولې ته ګولۍ ولاړه….
همدې معصوم (بهير) چې ټول تېر شوى ژوند يې يوه ورځ لا د مور له غېږې لرې نه ده تېره كړې،خو نن هغه ده چې همدې ده په ژبه د غدۍ د ټوپكونو د ګولۍ خوله دده ټنډې ته هم برابره شوه او دى سره له دوو وروڼو له كوره په همغه رقم لكه چې ده په غدۍ شعر كې ويلي نن دشپې سهارنږدې له كوره باسلۍ….
ولې جرم!!!؟
دى ژورناليسټ دى په دې؟ دى شاعردى په دې؟ دى ليكوال دى په دې؟ … كه ده نورڅه جرم درلود؟؟؟!
اوس به دبهير جرم په دې كې څوك څنګه ثابت كړي!
بهير هر سهار له خپله كوره په داسې حال كې راوځي خپله په يوه نظم كې وايي:
ما لا چاى غړپ كړى نه وه
يوه بد خبر مې وسكنډل غوږونه …
هغه هرسهار يې  لا چاى نه وي غوړپ چې په رپوټ پسې د بند دفتر مخ ته ودريږي او خپل خوږ ورور ورته هملته چاى تياروي كله يې څښي او كله نه… خو ماښام داسې وخت د كور دروازې ته ورسيږي،چې خواږه بچيان يې دده له مينې وړاندې ويده شوي وي، ټوله ورځ همدا ژورناليزم او د كمپيوټر زدكړې پروګرامونه لري په دې كې به د بهير څومره جرم وي په لنډو يې دورځنيو كارونو مهالوېش داسې وه:
زموږ هر يو ملګرى د بهير سره د بهير په د فتر كې څو ورځې او شپې پاتې شوى موږ هريو چې له پكتيا نه ځو نو شپې او ورځې مو له بهير سره وي او د هغه نه د هغه شعرونه اورو ورسره غږيږو، خو دى دومره بوخت ژوند لري چې: دې ته نه وي ازګار چې له موږ سره خبرې وكړي: ( ته كېنه زه هغه د پلاني رپوټ ليږم، ته صبر! زه يو غږ را اخلم …) ورځ په دې كې او شپه بيا ترنيما ى په بانډار او نيمه هغه خوب واخلي،جرم به څه وي،خوبس دا به وي چې: دى ټوله ورځ كار كوي او  دده فكر د افغان ولس د پرمختګ په لوردى… او دى هېڅكله د بې ګنا او مظلومو افغانانو ژوند اخيستل د پرديو په لاسونو نه شي زغملى او له هرې پښې وروسته د زړه د تسكين له پاره داسې توري راټولوي لكه دشاتو مچۍ چې شات باسي، خو دى ورنه شعر جوړوي او يوازې يې ملګرو ته وايي: 


 ددې كال په نارنج ګل مشاعره كې ژورناليزم شعر ووې:
…دا په داسې يوه كور د ژوندكيسه ده
چې د ژوند حال يې بتردى له سوالګرو
ژوند يې هم دادى په سرو بارودو واخيست
د خنځير په غوښو مستو بلواګرو
چې چاپيروي ترې يو متر ديوالونه
څو كوټې يې نه كړكۍ لري نه ورونه
چې د تتې ډېوګۍ رڼا ته ناست وي
ايا شته دلته بمونه ريالونه؟؟
دى چې بيا د فتر ته راځي او خپل برېښناليك خلاصوي نو ګوري چې ورته ليكل شوي:
ناست يم لولم د باګرام په اعلاميه كې
د مشهورو ترهګرو خطابونه
هم د سترګو حال اوسرو وينو كې لت پت
دسورخولو او تور سرو تصويرونه
د ملك داسې ژورناليزم دې اور واخلي
چې خبرونه وي د مړينې اعلانونه ….
… دې بهير ته چې نن دى همغو چې څنګه دى فكركوي نن له خپلو وروڼو سره بوت! …..
اوس به ددې پايله څه وي!!!
د بهير نيول د امريكايانو له لوري د ټولې لويې پكتيا او په ځانګړي ډول د اوښتون كلتوري ټولنې د ټولو ليكوالو شاعرانو او ژورناليسټانو بول دي كه چېرې د ژورناليسټانو سرنوشت دا وي چې:
(پردى لښكر كورته راننوځي،
بس په خپل سر كورته راننوځي )
نو موږ بيا له خپله كوره باسي نو د سولې له سپينې كوترې د سرې كرښې سره توره ډېره پياوړې ده!پرته له دې چې ځانونه ازاد ژورناليسټان وګڼو نو موږ ته به ديو پلو نيول تر يو څه حده پورې ګټه خو وكړي، موږ همدا  نن ورځ له خپلې دولتي لوړپوړې ادارې نه دبهير دنيول كېدوسبب له دوى پوښتو چې دوى  له خپلو بادارانو وپوښتي چې : اوس به ددې پايله څه كيږي!
ټول دبهير د خلاصون له هڅې سره، سره هغه ته دا دعا هم كوۍ  چې: (   بهير دې لوى رب د جبرايل په وزرونو كې پټ كړي) تاسو امين ووايئ. اوښتون كلتوري ټولنه په پكتيا كې د افغان كلتوري ټولنۍ د جرګې استازي، او دپكتيا فرهنګي ټولنو ګډه جرګه ګۍ له اطلاعات او فرهنګ وزارت نه غوښتنه كوي چې ژر ترژره دځوان ژورنالېسټ ليكوال او انځور ګرشاعر په راخلاصولو عملي كار پيل كړي.


محمد داود تپان