كاپيسا: درې بهرني عسكر وژل سوي دي

34 | جون 4th, 2009



د پنجشنبې په سهار د ايتلافي ځواكونو درې عسكر وژل سوي دي.


د فرانس پريس آژانس وايي دغه عسكر په كاپيسا ولايت كي هغه وخت ووژل سول چي د موټرانو كتار يې پر يوه ماين برابر سو او وروسته د سپكو او درنو وسلو په جګړه كي راګير سول.

د وژل سويو عسكرو هويت تر اوسه نه دئ په ډاګه سوئ، خو په كاپيسا ولايت كي ډېرى بهرني پوځيان امريكايان دي.

Copyright Larawbar 2007-2024