کور / سياسي / دسیاسي شننو او قضاوتونو بنسټ باید څه وي؟ (حليم فدايي )

دسیاسي شننو او قضاوتونو بنسټ باید څه وي؟ (حليم فدايي )

 
دسیاسي موضوعاتو شننه، د یو چا په اړه د یوې ځانګړې رایې او تصور جوړول او بالاخره د یوچا، کلی، ولس د ښه او بد په اړه قضاوت کول، ولسي رایه د هماغې په خلاف یا تایید اړوي.  په دې اړه لیکوالان، شنونکي او د سیاسی چارو کارپوهان ډېر ستر نقش لوبولى شي. دا د ټولنې هغه قشر دى چې کولاى شي ولس له سترو مصیبتونو څخه وژغوري.


دهمدغه قشر د عظمت لپاره همدومره بس ده چې د کایناتو رب په قلم او هغه څه چې قلم يې لیکي قسم خوړلې دى او لومړنۍ وحيي په ولوله پیل شویده. له دومره ستر عظمت سره ستر مسوولیت هم لري. د ستر مسوولیت یوه غوښتنه داده چې خپل زړه، ژبه او ګوتي په ډېر احتیاط سره و خوځوو. دلیکوالانو، سیاسي چارو کارپوهانو دنده د ولس پوهول، رهبري کول او په داسې ډول روزل چې د هغوۍ پوهه زیاته، فکر اصلاح او کړه وړه یې دعلم او فکر د اصلاح زیږنده شي.


ددي لپاره لیکوالان او سیاسي شنوونکي هم تحلیلونه کوي او هم د تحلیلونو پر بنسټ قضاوت. غواړم لومړی هغو ټکو ته لنډه اشاره وکړم چې کوم زموږ اکثرو لیکوالانو او سیاسی شننونکو د پرېکړو بنسټ جوړوي او بیا یوڅو سپارښتنې کوم. البته دا لیکنه زما یو چا ته نصیحت نه، بلکې د هغه مسوولیت له مخې چې موږ ټول یی د خپل ولس پر وړاندي لرو، له درنو شنونکو او لیکوالانو سره شریکول دي. 


 دلته چې کومه شننه او قضاوت باندي خبرېږی، هغه سیاسی ډګر پوري تړاو لري. زما د تجربې او مشاهداتو او دهغو حوادثو چې ما په خپله لیدلي او اوریدلي، زموږ د لیکوالانو، شنونکو، او نقادانو د پرېکړو بنسټ لاندې (۷) ټکي جوړوي:


۱. شکليات (ظاهري بڼه): کله چې د یو چا او یا موضوع په اړه شننه کېږي، هغه څه چې زیاتره شننه او قضاوت تر اخره رهبري کوي، هغه د هماغه کس قیافه، لباس او ظاهري ناسته پاسته ده،هرنيکټايي والاء ډيموکراټ نه دى او دهرې پګړۍ خاوند ملاء نه دى. داپه داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې (ان الله لا ینظر الی صورکم ولکن ینظر الی قلوبکم و اعمالکم) الله جل جلاله ستاسو شکلونو او ظاهري بڼی ته، نه بلکې ستاسو زړونو (نیتونو) او ستاسو عملونو او کړو وړو ته ګوري.

۲. انګيرنې او حدسونه: اکثره چې سیاسي، ټولنیزه، اقتصادي او هر ډول پېښه صورت مومي، نو فوراَ د قضاوت معیار شک او ګمان نیسي.  دا که په ملي کچه وي او که په محلي کچه. د مثال په ډول: که سیاسي کتنې وي، که انکشافي پروژي وي، که شخصي ژوند وی او که یو ټولنیز حرکت د اکثرو په اړه قضاوتونه په ګمانونو ولاړ وي. که یوه ښځه یا یو سړي په ګډه یوه پټه کتنه ولري، ګڼ حدسیات او ګمانونه دغه کتنه تفسیروي، که په یوه عادي دفتر کې ځینو کسانو په خپلو کې څو ورځي متواتر ملاقاتونه وکړل، ګڼ ګمانونه په هوا کې ګرځي. که یو چا د یو چا په اړه یوناوړه خبر راوړ، فوراٌ د هماغه پر بنسټ قضاوت صورت نیسی.  چې البته انګیرنې او ګمانونه یوازې د فرضیو تر حده شاید یو څه وي، اما پوره معیار نه دی ځکه چې الله جل جلاله فرمایی: (ان جاءکم فاسق بنباءِ فتبینوا ان تصیبوا قوما بجهاله فتصبحوا علی ما فعلتم نادمین).  کله چې یو فاسق تاسو ته کوم خبر راوړي، تاسو په هغې کی پلتڼه وکړئ، داسې نه چې د پلټنې په نه صورت کې (یا په ناپوهی کې) یوه ولس او قوم ته زیان ورسوي، چې بیا به پري پښېمانه یاست.  په دې ایت کې د قرانکريم ظرافت په دې کې دی چې هرڅوک چې تاسو ته له پلټنې څخه دمخه خبر راوړي، هغه ته یې د فاسق خطاب کړیدي.  یعنې که هرڅوک، مسلمان او غیر مسلمان تاسو ته خبر راوړي، ترهغې دا خبر به ټولنه کې فسق رامنځ ته کوي، چې ترڅو پکې پلټنه نه وي شوي.

 اوس خو که سیاسیون دي، که شنونکي دي، صرف دا هڅه کوي، چې څنګه مخالف بدنام کړي او یا کم ترکمه وکړاى شي دخپلې ادعا لپاره فرضیات وړاندې کړي ترڅو د ولس یو قشر(برخه) پر ځان را ټول کړي. یا کم تر کمه ورته چک چکې وکړي.

۳. تړاو او اړيکي: دشننې او قضاوت بل معیار د وګړي او ولس پر یوه قوم او ډلی او یا ایدلوژي اوياکومې ښې يابدې کورنۍ پورې تړاو دی.  که یو څوک څومره هم مخلص، ژمن  او کارپوه وي، خو چې ‌‎دیني مدرسه یې ویلي وي،یا پخوا په یوه رژیم ، یوه حزب او یوه ګروپ کې پاتې شوى وي، او یا هم مکتبی وی او هماغه ګروپ د دوۍ له نظره ښه ګروپ نه وي. هماغه تېر تړاو او سابقه اکثره د قضاوت بنسټ وي. هیڅ یو سیاسي تړاو همیشنى نه دي، بلکې دحالاتو له تغیر سره مواقف او سیاسي تړاوونه تغیر خوري. د انسان فکر د تغییر، رشد او اصلاح په حال کې دي.

۴. ټولنيز موقف:  کله چې یو تحلیل کېږي، دې ته کتل کېږي چې چا ویلي دي، نه داچې څه یې ویلي دي!!.  دعربي یوه مقوله ده چې هغه چا ته مه ګوره چې څوک دی، هغه څه ته ګوره چې څه وایي؟ همداسې کله چې شیطان د ایت الکرسي د فضیلت په اړه خبري کړي او صحابی رسول الله صلی الله ته کیسه وکړه نو ورته یی وویل: چې په خپله هغه (شیطان) درواغجن دي، خو هغه څه چې یی ویلي دي، هغه ريښتیا دي.  یا که د افغانستان په اړه یا د یوه افغان رهبر په اړه نیویارک ټایمز او نیوزیک څه ولیکي، فوراٌ داسې انګېرل کېږي، چې همدا ريښتیا دي.  یا دې ته ورته نور ډېر مثالونه.

۵. منفي بافي: متاسفانه زموږ په ټولنه کې د قضاوتونو بنسټ منفي اړخونه وي، که له یو چا نه هیله وشي، چې د فلاني سړي، فلاني نظام او فلاني حزب یا ډلې او یا موسسي، یا حکومتي پالیسی او پروګرام په اړه مو نظر څه دى؟؟؟؟ یا ملکي حالات څنګه ارزوي، یا یوه موضوع او پېښه څنګه ارزوي؟؟؟ نو ارزونه هميشه یوازې منفي اړخ باندې متمرکزه وي. دا په داسې حال کې ده چې ارزونه باید دري بنیادي ټکي ولري. الف: دموضوع مثبت اړخونه بیان کړي او تشویقي اړخ ولري، ب: هغه ټکې چې اصلاح ته ضرورت لري، را وسپړي یعنې تنبیهي اړخونه ولري، ج: د اصلاح طلبه ټکو د سمون په موخه عملي او داسې سپارښتني چې پلې کېدا یي ممکنه وي، وړاندي کړي.

۶. احساسات:  د پېښو او سیاسي پالیسیو په اړه غبرګونونه زیاتره احساساتي، اني او عاطفي وي. اوږد مهاله او ستراتیژیک نه وي.

٧. شخصي عقدې او کرکې: ډېرځلې ديو چا په خلاف ليکنه انتقاد او ګوت نېونه د شخصي عقدو زيږنده وي، دبيلګې په ډول که له يوچاسره مو په دفترکې په يوه موضوع لفظي شخړه راشي يا يو څوک د مقررۍ غوښتنه کوي  هغه ترسره نشي ، اويا يي  کومه بله شخصي غوښتنه نه وي ترسره شوې. یا په خپلو کې په تجارتي او مالی مسایلو سره نه وي جوړ شوي. داشخصي ستونزې تحليلونه او قضاوتونه شخصي کوي.

همدا لاملونه دي چې موږ له کلونو راهیسي او په ځانګړي ډول په تېرو اوو کلونو کې قضاوتونه او تحلیلونه کوو، اما ټولنه ددې په ځاى چې اصلاح شي، د خرابي په خوا روانه ده، علت یې دادى چې د تحلیلونو او قضاوتونو بنسټ تر ډېره برېده په پورته معیارونو ولاړ دي.

زما وړاندیز دادي چې که غواړو زموږ قضاوت او تحلیلونه د ولس ملاتړ را جلب کړي، ولس ته لارښوونه وکړي، په ښه لورې یی سوق کړو، دهېواد جوړونې او ملتپالنې انګیزه په کې و ټوکوي او په ګډه توګه د عامه ګټو لپاره کار وکړو او تر ټولو مهمه چې د ولس پوهه زیاته، فکر اصلاح او چلند سم کړو، یا په بل عبارت د انسان جوړونې پروسه ګړندۍ کړو، لاندې سپارښتنې لازمي ګنم:

۱. نیتونه او عمل مو د شننې او قضاوت پربنسټ وي: ځکه ښه عمل د ښه نیت او بد عمل د بد نیت پايله ده. همېشه د اعمالو دار او مدار په نیتونو دي. ځکه چې ښه نیت تر ټولو مهم ارزښت دى، او دا ارزښتونه دي چې زموږ کړه وړه ټاکي.

۲. زموږ تحلیلونه او قضاوتونه په فکټونو او واقعیتونو ولاړ وي.  یوازې ړنده پیروي نه بلکې هر قضاوت چې کوو باید پلټنه او څیړنه پکې شوى وي. دقیق ارقام او حالات مشخص وړاندي شي او یوازې په ګمانونو او شکونو نه وي ولاړ، بلکې علمي بنسټ ولري.

۳. مهمه داده چې زیات په سوابقو ترکېز ونکړو، بلکې دسوابقو نه په استفادي، د پیښې یا وګړي سمت او تګلوري ته وګورو او تر ټولو مهمه اوسني دریځونو،تګلوري او عمل ته ارزښت ورکول دي.  صحابه کرام کله هم د ایمان راوړلو څخه وروسته د ماضي په ګناه نه دي نیول شوي. زموږ بدختي داده چې یو ځل په یوه غلطه لار سهواٌ څوک تللي وي، او یا په ښه لار سهواٌ تللي وي، هميشه فکر کوو چې دا به همیشه بد یا ښه وي!! که یو څوک په پخوانۍ کمونیسټۍ رژیم کې پاته شوي وي او یا د مجاهدینو او طالبانو په رژیمونو کې او یا په فعلي حکومت کې، په اړه یی قضاوت په پخوانیو کړنو کېږي او کله نا کله هم د همدغه معیارونو پر بنسټ د یوه او بل تحمل کول هم ګران شي.

۴.څومره چې کېداى شي، مثبت لید، مثبت تصور او مثبت ګرایي وهڅوو. زموږ په ټولنه کې له کلونو راهیسې جګړه روانه ده، او دغې جګړي زموږ ډیری وګړي په رواني مرضونو اخته کړېدي، چې دا رواني تکلیفونه په خپله وګړي ناهیلي کوي، او هرڅه ورته تیاره ښکاري.  په رواني ناروغيواخته کسان کله هم نه وايي چې نوموړي تکلیف لري، اما متخصصین او ډاکټران دا په اسانۍ سره پیژندلاى شي. که تاسو فکر کړى وي، هغه ناروغان چې رواني تکلیف لري، ډاکټران کله هم مریض ناامیده کوي نه، بلکې هیله او امید ورکوي، ولو که ډاکټر پوهیږي، چې دا ستونزه ستره ده. نو زما هیله داده چې موږ د ټولنیزو او سیاسي مرضونو او ستونزو لپاره د ډاکټر چلند غوره کړو.

۵. زموږ هر چلند، قضاوت، شننه او لیکنه عقلاني او منطقي وي. په دي مانا چې تش احساسات نه وي، سطحي نه وي، بلکې اوږدمهاله مثبت نتایج ورکړي.

الله جل جلاله دي وکړي چې زموږ زړونه، ګوتې او ژبې په ښه نیت، ښه عمل، واقعیتونو، فاکټونو، حال او راتلوونکي، مثبت ګرایي او بالاخره عقلاني او منطقي لارو سر شي، ترڅو مو په خپلو قضاوتونو او تحلیلونو ولس مثبت لور ته رهبري  کړي وي.

ومن الله التوفیق