کور / سياسي / دافغانستان په جنوب كې طالبان څرنگه په زور كې شول ؟

دافغانستان په جنوب كې طالبان څرنگه په زور كې شول ؟

 Koran, Kalashnikov, and Laptop
 The Neo-Taliban Insurgency in Afghanistan
د قرآن ، لپ ټاپ او کلاشينکوف له کتاب څخه داكبر كرگر ژباړه

دافغانستان په جنوب كې طالبان څرنگه په زور كې شول ؟

ددولتي چارواكو بې سنجشه سياستونو طالبانو ته دخلكو ملاتړ ورپه برخه كړ خو پخپله له خلكو پردي شول ۔

په جنگ سالارانو او په خپلو خپلوانو تكيه كول دستونزو سرچينه اودطالبيزم دبيا ظهور منبع :

قرآن ، کلاشينکوف او لپ ټاپسره له دې چې په جنوب کې پوځ کمزوري و اوطالبانو دجنگ زياتې تجربې درلودې ۔خو پر دې سربيره نوي طالبان په لومړي سركې بريالي و۔ په کندهار، دهلمند په ځينو برخو اوپه اروزگان کې دکرزي پلويانو اودوستانو دخپلو مليشاو سره يو ځاى دطالبانو دنفوذ اوننوتلو په وړاندې د يو خنډ په توگه عمل کولو ۔ ( see1.2 Rebuilding the afghan’s state)

دغو دولتي چارواكو اودهغو مليشاوو خپل سيمه ييز رقيبان په سيستماتيک ډول له مخاليفينو سره يو ځاى له سيمو وشړل اودقدرت له ټولو پوستونو څخه يې گوښې اوبيايي ورته گواښنه وکړه ۔ هغه کليوالو اوافرادو چې دمخه يې دطالبانو ملاتړ کړى و ،او ان ځينې هغه کسان چې په ملاتړ کې نه و دخپلو قومي اوقبيلوي رقيبانو(دوښمنانو) له خوا وډارول شول ۔ په دې مانا چې داسې فكر وركول كيده چې ښايي حکومتي اوبهرني ځواکونه ددوى پر ضد بيا راوگرځي ۔ دسيمه ييزو رپوټ چيانو يو ناوړه مثال دا هم وچې هڅه يې کوله خپل سيمه ييز رقيبان لکه طالبان څنډې ته کړي امنيتي اوبهرنيو ځواکونو ته يې ددوې پر ضد لارښوونه کوله اودا په ډاگه کيدله چې په پرله پسې توگه ډېرژر ژر مالومات ورکول کيدل ۔ په نتيجه كې وروسته طالبان ددغه كليوالو له پاره ديواځيني ژغورونکي ځواک په توگه را څرگند شول .

دمثال په توگه ، دا حالت چې دکندهار دزياترو نورزيو په منځ کې موجود و ۔ هغوۍ دطالبانو درژيم پر مهال کولاى شول چې دسپين بولدک په اساسي عمده سرحدي لار باندې دکنترول له پاره دخپلو رقيبو اڅکزيو سره مقابله وکړه ۔ دطالبانو په سقوط سره ددوه قومونو اړوند دوښمنې مليشاه يوه د بلې سره په سپين بولد ک کې مخامخ شولې ۔دوي د۲۰۰۱ کال تر پايه (دڅه وخت له پاره )۔ ،سره له دې چې اڅکزيو دگل اغا شيرزي سره په ټلواله کې پريکنده پرمختگ وکړ اوداولسمشر کرزي پلويان اوپه کندهار کې پياوړي قدرت ماتوونکى و state (See1.2 rebuilding ,the Afghan په نتيجه كې دسپين بولدک د بندر کنترول داڅکزيو دمليشاوو مشرانو ته ورکړل شو .

اوس بندر دپوليسو په کنترول اوهغوۍ له مسافرو څخه غير قانوني تکس ترلاسه کوي ، همدارنگه دوى له خپل نوي جوړ شوي ځواک نه کار اخلي چې خپل زاړه رقيبان پرې وډاروي اودطالبانو ټاپه پرې ولگوي اوپه اسانۍ سره يې دمخالفينو ليکو ته ټيل وهي ۔ دغه شخړه په ۲۰۰۶ کال کې دپنجوايي اولسوالى ته وغځيده ،هلته چې زياتره نفوسو ددوه قومونو پورې اړه درلوده ۔ داڅکزېو له خوا تر کنترول لاندې بندر دپوليسو پوري مربوط او له سپين بولدک څخه راستول شوي وسله والې ډلې غوښتل چې په گاډ و كې طالبان پنجوايي ته ننباسي اوله سيمه ييزو نورزيو سره دوښمنۍ وکړې.


 دوى دخپل مشر عبدالرزاق دماضې يا تير مهال له فعاليتونو څخه چې دنورزيو سره يې په سپين بولدک کې جنگ کړى و ښه خبر و ۔ وروسته له هغه چې درزاق دورور مليشاوو ماتى وخوړه پوليس اوملي پوڂ راوغوښتل شو چې له طالبانو سره جگړه وکړي اوپنجوايي ته يې ټيل وهي ۔ نونورزايي نور هم له طالبانو سره يو ځاى شول ۔ طالبانودقوماندان په توگه ديو نورزايي دټاکلو په برخه کې له احتياط نه کاراخيستلو ځکه چې په دغه کلي کې هغوۍ بد چلندکړى و اوچا ورسره همکاري نه کوله ۔ )


 

 

 

 

بل مثال :

په زابل کې له ۲۰۰۳ کال څخه وروسته دسيمې دخلکو جلبول پيل نه شول دغه جلب شوي خلک هوتک اوتوخي غلجيان و ۔( دسيمې دوه لوي قومونه ) دوى دکابل ددرانيانو سره له اوږدې مودې دوښمن و ۔ په ۲۰۰۲ کال کې اولسمشر کرزي خپل وراره ( يو درانى ) دپوليسو دمشر په توگه چې دسيمې دخلکو سره مخالف و زابل ته واستاوه ۔ خو دزابل حالت دويجاړيدو په لور روان شو دا ځکه چې طالبانو هلته دقومونو ترمنځ د دوښمنى په شته والي کې نفوذ وکړ ،کرزي د۲۰۰۳ کال ترپايه پورې حميدالله توخى پخوانى سيمه ييز قوماندان اويو غلجى دکندهار ديوه دراني حفيظ الله هاشم سره دوالي په توگه وټاکه ۔ په نتيجه کې دتوخي دقوم خلکو دحکومت سره جگړه بس کړه خو کله چې هاشم له کندهار څخه يو څو کسان راوستل چې دهغه دراوستل شويو کسانو حضور د سيمې په خلکو کې نور هم دزياتو دوښمنيو په توگه احساس شو ۔ د۲۰۰۳ کال تر پايه پورې دزابل داوو ولسواليو څخه پنځه دطالبانو تر کنترول لاندې شوى ،يوازې دلوي لاري خواوشا سيمه دحکومت تر کنترول لاندې پاتې شوه ۔ ()

په ارزگان کې په لومړي سر کې شخړه دغلجيو اونورزيو ،پوپلزيو اوبارکزيو اوځينو اڅکزيو ترمنځ وه ۔ سره له دې چې په گيزاب کې داڅکزيو څو کلي اودخاص ارزگان په شمال کې دپوپلزيو ولايتي حاکمانو پر ضد وه چې دکرزي ملاتړي گڼل کيدل او له مخالفينو سره يو ځاى شول ۔ ځينې مغولي کليوال دخاص ارزگان اوچوره په سيمه کې چې ځانونه يې بارکزي بلل هم دطالبانو له لاس لاندې و۔ جان محمد چې ډير مشهور اواغيزمن اداره چي و دولايتي اداري دمزمن حالت له فشار څخه ډير انديښمن و ۔ اوهڅه يې کوله چې پرمختيايي پيسې راجلب کړي خو دادهغه په باب ډيره نامناسبه وه چې وويل شي ۔ نوموړي دبارکزيو اواڅکزيو سره د ((بيل يې کړه اوحکومت پرې وکړه)) رول ولوباوه ۔ که چيرى هغوۍ په اتفاق واى نو په خپل ولايت کې يې په شفاهي توگه ديوشمير زبرځواکۍ له پاره دستر سياسي رول ادعا کولاى شوه ۔

نوموړي خپل هدفونه ديو شمير کسانو دټاکلو له لارې چې دهغه دقوم پوري ېې اړه درلوده ترلاسه کړل ۔ هغوۍ يې له نفوسو څخه په ډکو ولسواليو کې چې دنورو قبيلو پوري يې اړه درلوده وټاکل ۔ هغه بيا يو منفور ولسوال اودپوليسو قوماندان په خپلو پوستونو کې تر هغه وساتل چې له تيريو نه ډکې شخړي اوستونزي پيښې شوې ، په دغه نقطه کې به هغه ديوې جنگي ډلې پر ضد دبلې جنگې ډلې خوا نيوله چې په نتيجه کې دقبايلو اوخيلونو ترمنځ يو دبل په وړاندې ديوې پيچلي اوجنجالي جگړې سره مخامخ شول ۔ جان محمد پخپله څرگنده کړه چې هغه يواځينى سړى دى چې دا جنجال کنترولولاى شي اودخپل وروستى اشغال له لاسه ورکول يې دولايت دمقام له پوست سره توجيه کول ۔ سره له دې چې په ارزگان کې پوپلزايي يو کوچنۍ اقليت و ۔خو له ارزگان څخه په پرله پسې توگه اولسمشر کرزي ته هياتونه ورغلل چې مداخله وکړي اوجان محمد له هغه ځايه ليرې کړي ۔ خو دا کار يې نه شو کولاى ۔ له طالبانوڅخه دجان بدې ايسېدل اودهغو په ملاتړ تورن کسان يي په نښه کول اوپه زندان کې يې اچول اودهغو په وسيله يې ،چې د۲۰۰۱ کال څخه دمخه و شکنجه کول ۔ په شخړه کې کمزوري اړخ پرته له دې چې دطالبانو ملاتړ تر لاسه کړي بله لار نه درلودله ۔() دارزگان دگيزاب ولسوالى يو ډير ښه مثال و ، سره له دې چې قومي جوړښت يې درلود۔ خونه يې قومي اونه يې قبيلوي شخړه درلوده ۔

والي دهغه ولسوالۍ دچارو دپرمخ بيولو له پاره چې جان محمد پرمخ وړلې ،يو اڅکزى چې احمد جان نوميده اوترمخه يې دطالبانو سره مرسته کوله وټاکه ۔۔ ددغه غير محبوب (منفور) شخص دټاکلو له امله جان محمد دوه هدفونه تر لاسه کړل ۔ نوموړي سيمه ييز حاکم چې دده پوري اړه درلوده دخپلې بقا له پاره پيدا کړ ،اوپه دې ډول يې داڅکزيو ډيره مشهوره بانفوذه اڅکزى کورنۍ کوم چې احمد جان يې ځوان غړى و په ولسوالۍ کې وويشله .



داحمد جان دکورنۍ ډير مشران غړي لکه عطاولله جان اودهغه پلار له جان محمد څخه چې دگيزاب په ولسوالۍ اودايکندي په ولايت کې دهغه په ډله کې ول ډير خواشيني شول نسبت ارزگان ته چې اکثريت يې هزاره و ٬ پرضد يې راپاڅيدل ۔

وروسته جان محمد دگيزاب دولسوالۍ دپوليسو دقوماندان په توگه يو شخص وټاکه چې دخاص ارزگان دگاونډ ولسوالۍ څخه و اوهمدا شان يې خاص ارزگان ولسوالۍ ته په گيزاب ولسوالۍ کې دهماغه پوست له پاره ېوشخص وټاکه ۔ په دواړو ولسواليو کې داڅکزيو نفوس زيات و ـ،دغه حرکت په ډاگه سره ددې سبب شو چې دبيلابيلو خيلو نو تر منځ دوښمني راوپاريږي .



ځينې سيمه ييز چارواکي په سيده توگه داولسمشر کرزي له خوا وټاکل شول چې دجان محمد پلويان نه و ، نو نوموړي له دې امله مانورونه پيل کړل چې هغوۍ له منځه ليرې کړي ۔ يوهم دخاص ارزگان دولسوالۍ دقدوس خان قضيه وه چې هغه په خپله ديوې مظاهرې په توگه د۲۰۰۲ کال لويي جرگې ته ځان دنماينده په توگه ټاکلې و ۔ کله چې دگيزاب څخه دپوليسو قوماندان دخاص ارزگان ټاکل شو ي مسوول په قتل ورسيده ، جان محمد، قدوس ددغه کار مسوول وباله او وروسته يې دگيزاب څخه قومي کسان دهغه پر ضد را پاڅول ۔ قدوس خان په جگړه کې ووژل شو ۔)



همدغه شان شخړه په گاونډ ولسوالۍ لکه کجران ( چې وروسته ددايکندي ولايت پورې وتړل شوه ۔) انکشاف وکړ ۔ درپوټونو له مخې هلته په ۲۰۰۳ کال کې ولسوال عبدالرحمان سيمه ييز خلک دخپل ناوړه وحشيانه چلند اوعادت له مخې اودماليې په ټولولو وډارول ۔ په چارچينه کې حاکم تورن امان الله چې ماليه يې راټولوله اوله بنديانو سره يي ناوړه چلند کاوه چې وروسته بيا هغوۍ ترې شکايت وکړ ۔ دواړو دکجران دکنترول له پاره جگړه وکړه ۔ په قومي بنياد دطالبانو سره دجگړې له پاره استول شوې مليشا ستونزې نورې هم پيچلې compounded کړي ۔ دمثال په توگه نثار احمد دبارکزيو مليشاه ، تيرينکوټ د۲۰۰۱ کال په پاى کې ونيو اوطالبان وتښتيدل ۔ دوى ډير ژر جان محمد ته ثابته کړه چې دولايت دمرکز شاوخوايي امن کړه خو دداسې ځايونو لکه دبلوڅو ددرې ،دتيرينکوټ شمال چې دطالبانو په قوي مرکز بدل شوي و داوسيدونکو خلکو څخه دنابلدۍ اوپرديوالي په بيه تمامه شوه .


 له تيرينکوټ څخه ليرې ډيره ستونزمنه وه چې جان محمد ته ثابته شي ( لاره هواره شي ) چې دغه شخړه چې هغه پخپله پيل کړي وه تر کنترول لاندې راولي ۔ له دغو ولسواليو څخه ځينې يې لکه شهيد حساس اوگيزاب په بشپړه توگه دطالبانو په واک کې احساس کېدلې ۔ دجان محمد له خوا دڅو متحده ډلو يو ځواک جوړ شو اود هغه ځاى څخه په وتلو سره يې ځان وژغوره ، لږ څه نه ، داځکه چې دامريکا دمتحده ايالاتو دځانگړو ځواکونو اوپخپله داولسمشر کرزي ملاتړ ورسره و.


 د۲۰۰۷ کال په لومړيو وختونو کې ددهراوود دولسوالۍ حاکمو مليشاه افرادو دځانگړو احتياط پوليسو له ځواک سره شخړه وکړه ، چې دوه کسه په کې مړه شول ۔ درپوټونو له مخې دولسوالۍ چارواکو دانتقام له پاره ( په بدل ) کې امر وکړ چې دځانگړو احتياطو پوليسو مشر اويو بل کس ووژني ۔ ځانگړيو ځواکونوچې ويل شوي و چې هڅه وکړي اوددوى دپلوي ډلې په توگه دهغو مخنيوى وکړي ، مخه يې ونيوله ۔ په تيرينکوټ کې دجان محمد وراره اودپوليسو مشر ( قوماندان ) مطيع الله يو ډير پياوړى اوښه جوړه شوى زرکسيزه مليشاه ان دهغه له برطرفۍ وروسته چمتو کړله ۔ مطيع الله دطالبانو دسوگند خوړلي دوښمن اودتيرينکوټ په اداره اوان دامريکادځانگړو پوځونو په منځ کې په سيمه کې دډير پياوړي شخص په توگه ځواکونه چمتو کړل ۔)

دجان محمد مخالف جنگيالى په ټول ارزگان کې ډير ژر دطالبانو سره ټلواله جوړوله اوپه زياترو مواردو کې يې انتظار کولو ، داځکه چې دشخړې له امله په سلگونه کورنيو خپله ولسوالي پريښوده ،اودکندهار نورو ځايونو ته ولاړل ۔ چې ددوې په منځ کې څو تنه قومي خانان هم موجود و ۔ ددوى ليږديدل ددې سبب شول چې دطالبانو نفوذ نور هم پراختيا وکړي ۔ يو وار چې طالبانو په بري سره په کليو کې نفوذ وکړ ،هغوۍ دخپل دوښمنانه عنصر بدلون پيل کړ،خو دجان محمد اودهغه پلويانو په نسبت ډير اغيزمن و اوځواكمن شول ۔ (

درپوټونو له مخې په هلمند کې دطالبانو ليکو ته دسيمه ييزو خلکو جلب وجذب د۲۰۰۴ کال په اوړي کې پيل شو۔ دوى له هغو کليو څخه را جلب شول چې دپوليسو اوامنيتي ځواکونو دگواښ اوډارولو په وسيله ترسره كيدلوڅخه په کړاو کې ول ۔ دبغاوت په لومړيو دوه څخه تر دريو کلونو پورې د هلمند خلكو په خاص ډول دطالبانو هرکلى نه دى کړى ۔ دمثال په توگه په موسى کلا کې طالبانو په اول سرکې هڅه کوله چې په ۲۰۰۴ کال کې يو مرکز جوړ کړي ، خو زيات شمير سيمه ييز ملاتړ کوونکي يې پيدا نه کړل اواړ شول چې له سيمې ووځي .


 د۲۰۰۶ کال پورې سره له دې چې هغوى ډير محبوبيت پيدا کړ ۔ طالبانو خپلې برياوي دوالي ، شير محمد اخند زاده اودهغه مليشاه و له سپکاوې څخه دډکو اعمالو پورې مربوطې بللې ۔ اوهمدارنگه دهغه غندنو اوبې وسيو په وړاندې چې نه يې شول کولى خپل چلند ته بدلون ورکړي اويا هغه جبران کړي په قومي جرگه کې لکه په نورو ځايونو کې دمنځگړيتوب سربيره په زياتو کليو کې دکرزي پر ضد مضمن مخالفتونه ددې سبب شول چې هغوى دوسله والو طالبانو ليکو ته ټيل وهي ۔ طالبانو پرته له دې چې دکرزې دځواکمنو پلويانو دقربانيانو سره تماس اوددوى سره دخونديتوب اوملاتړ وعده وکړي ،هيڅ شى نه درلودل چې زيات څه و کړي .


 دسيمه ييزو مشرانو له خوا داسې هڅې چې غوښتل يې په کابل کې په معمول ډول ځانونه خوندې کړي پاى ته ورسېدى چې بل هيڅ ځاى کې داسې نه وى چې وران کاري يا ياغيان په سيده توگه دامريکا دملاتړ ي اويا دکرزي دخواخوږۍ نه خوند واخلي ۔ کومې چې دادمحمد خان دNSD دملي دفاع مشر په خاص ډول دهلمند په ولايت کې دخپل سپکوونکي ناوړه عاداتو دشهرت له امله داوږده وخت له پاره په خپل پست کې پاتې شو داځکه چې دامريکايانو له ځواکونو سره يې سيده اړيكې درلودلې اوله دې امله داسې فکر کېده چې هغو ته ډير ښه خدمات ترسره کوي٬ چې بيا يوازې په ۲۰۰۶ کال کې نوموړى ديوناما په ټينگار له څوکۍ ليرې شو ۔)

يوه نمونه اى پيښه داوه چې داسحاقزيو خلکو هم چې په هلمند کې دطالبانو په رژيم کې ډيره بانفوذه ول ، دعليزو په بيه ، چې دولايت چاري يې د۱۹۹۴ کال پورې تر کنترول لاندې وې متاثر کړل ۔ دطالبانو په سقوط سره دعليزو حلقې(کړۍ) دوالي شيرمحمد اخند زاده په شاوخواکې يو وار بيا په ځواک کې عالې مقام ترلاسه کړى و، هغوې د۱۹۸۱-۹۴ پوري نيول شوي و اوپه نتيجه کې همداسې په تدريج سره څنډې ته شول داسحاقزيو له کليوالو ماليه واخيستل شوه ۔ په ۲۰۰۶ کال کې دتيري کولو شخړه جوړه شوه ۔ طالبانو جنجال جوړ کړ چې په سنگين ولسوالى کې چيرته چې داسحاقزيو نفوس اکثريت دى، خپل نفوذ ټينگ کړي ، خو دې کار دشيرمحمد سره دعليزو دقبيلې چې دوي يې ملاتړ کاوه ددوښمنۍ مخه ونه شوه نيولاى ۔،لکه په باغران اودهلمند په شمال او په نورو برخو کې ۔ وروسته چې کله حکومت اودهغه نړيوالو ملاتړ کوونکو په زړه نا زړه توگه پريکړه وکړه چې په هلمند کې دکوکنارو کروندې له منځه يوسي نو په کليو کې دطالبانو ملاتړ په سملاسي توگه زيات شو .


 دهلمند په شمالي برخه کې دحکومت ملاتړ نا شونى شو ۔ ان تر دې چې والي چې داولسمشر کرزي ډير نږدې پلوى و او دهغه داستخباراتو ريس هم په دغه خبره اعتراف وکړ ۔ بريتانوي سرتيرو رپوټ ورکړ چى دوي احساسوي چې دسيمه ييزو خلکو اودطالبانو دپلويانو تايپونه (کستونه ) په څرگنده توگه په بازار کې پلورل کيږي ۔ دکليوالو له خوا دبهرنيو سرتيرو په کاروانونو باندې دډبرو گوزارول عادي اومعمولي کار و ۔ داسې څرگنده شوه چې کليوالو دطالبانو درپوټ چيانو په توگه کار کاوه ۔ اوداسې ښکاريدل چې دکمين په نيولو کې يې له هغو سره مرسته کوله ۔ دطالبانو محبوبيت يوازې دموسى کلا اوسنگين پورې محدود نه و ۔ ان په داسې يوه ولسوالۍ لکه گرشک کې چې له لشکر گاه څخه ليرې نه وه .


 په ۲۰۰۶ کال کې په بشپړه توگه دطالبانو له نفوذ څخه ازاده وه ۔وروسته هغوۍ وكولاى شول پرته له دې چې دپوليسو دمداخلې څخه وډار شي دولسوالې دمرکز په واټونو کې وگرځي ۔ په ديفاکتو ( cofactor ) توگه اطراف دطالبانو تر کنترول لاندې وو ۔ اوان دولسوالۍ حاکم اعتراف وکړ چې خلک دحکومت پر ضد دي ۔)

په جنوب کې حالت نور هم پيچلى و چې په ۲۰۰۴ او۲۰۰۵ کلونو کې ددې حقيقت له مخې چې څرنگه پر کليو باندې دنړيوالې ټولنې فشار زيات شي او خپل عمل پاک کړي اويوه برخه له دې امله چې خپل سيمه ييز پلويان په حرکت راولي کرزي اودهغه کړيو خپل پلويان يو په يوه هلته واچول ۔ په نتيجه کې زړو جهادي ځواکمنو کسانو په ۲۰۰۴ او۵ کلو۲نو کې دطالبانو پر ضد لکه څنگه چې هغوى څنډې ته شول خپل عمليات دديوال يا خنډ په توگه ودرول ، ۔ () داديوه الکوزي قوماندان ، ملا نقيب ا لله قضيه وه چې په تدريج سره يې دټول ولايت په چارو کې ددې پر ځاى چې وستايل شي اودزيات شمير پلويانو اوطرفدارانو ساتنه وکړي په نتيجه کې يې خپل نفوذ له لاسه ورکړ ( see1.2 rebuilding ,the Afghan’s state )

اوس دالکوزيو يو شمير په فعالانه توگه د  طالبانو په ليكو کې جنگيږي اودارتباط په ټيټه کچه کې پاتې دي چې قدرت مند الکوزايي پوځي مليشاه نور نه غواړي چې طالبان له کندهار څخه ليرې واټن کې وساتي ۔ داځکه چې زياتره کندهاري پوليس الکوزي دي ،نو ددغه انکشاف چې مهمه اغيزه يې کوله مخه يې ونيول شوه .


 دطالبانو لومړۍ ډلې په ۲۰۰۵ کال په ارغنداب کې وې چې دالکوزيو ، دهستوگنې سيمه ده يوازې هغه مهال چې دالکوزيو په وسيله پر پوليسو باندې دهغو کنترول ليرې شو را څرگند شول ۔ د۲۰۰۶ کال پورې طالبانو دکندهار دارغنداب درې دخلکو سره چې هغوۍ دفاسدو سيمه ييزو پوليسو پر ضد ولمسوي ديو ځاې کيدو اودخواخوږۍ خبرې کولې ۔ ملانقيب ا لله هم ددولت اوهم له طالبانو سره دخپلو واټنونو دساتلو هڅو ته دوام ورکړ ، لږ تر لږه په خلکو کې ۔ نوموړي دبهرنيو سرتيرو دچلند څخه شکايت وکړ اودطالبانو په وکالت يې خبرې کولې خو په عين حال کې يې له سيمه ييزو خلکو نه غوښتنه وکړه چې له طالبانو سره يو ځاى نه شي ۔ همدا شان په هلمند کې دوالي شير محمد اخند دليرې کولو وروسته نږدې د۲۰۰۶ کال په لومړيو کې دهغه مليشاو په فعالانه توگه طالبان و هڅول او اجازه يې ورکوله چې په چټکۍ د امنيت گډ وډ ول بند كړي .