" /> " /> " /> " /> په مصر كښي د اوباما د وينا غټ ټكي – لراوبر ویب پاڼه
کور / راپور / په مصر كښي د اوباما د وينا غټ ټكي video

په مصر كښي د اوباما د وينا غټ ټكي video

د امريكا ولسمشر باراك اوباما منځني ختيځ او اروپا ته د سفر په ترڅ كي تېره ورځ
مصر ته ورسېدئ او هلته يې له مسلمانانو سره د اړيكو په باب د قاهرې په پوهنتون كي
يوه وينا وكړه چي غټ ټكي يې دا دي:


امريكا له اسلامي نړۍ سره په جنګ كي نه ده او د اوسني بې باوره حالت د له منځه
وړلو دپاره هڅي كوي.


ولسمشر اوباما وويل: دا ادعا غلطه ده چي امريكا د اسلامي نړۍ سره د جنګ په حال
كي ده او په اسلامي نړۍ كي بنسټپالي ډلي له دې بې باورۍ څخه ګټه پورته كوي، د
سپټمبر تر ۱۱ – مي وروسته زموږ په هيواد كي هم ځينو  كسانو دا فكر كاوه چي
امريكا له اسلامي نړۍ سره دښمنانه پاليسي اختيار كړې ده.


باراك اوباما زياته كړه چي امريكا نه په افغانستان كي د خپلو پوځيانو پاتېدو ته
لېواله ده، نه هلته د امريكايانو د پوځي اډو اړتيا ليدل كېږي او نه هم  امريكا
غواړي چي په افغانستان كي د خپلو ځوانانو ژوند تباه كړي.


هغه وويل كه پر دې باوري سي چي په افغانستان او پاكستان كي تندلاري ډلي ختمي
سوې، نو يو پوځي به هم په افغانستان كي پرېنږدي.


ولسمشر باراك اوباما وويل امريكا د اسلامي نړۍ سره په اړيكو كي د يوه نوي دور د
پيلېدو په درشل كي ده، چي له امله به يې د ټولو ګټي او عزت خوندي وي.


هغه وويل د امريكا او اسرائيلو اړيكي ښې دي او له فلسطينيانو څخه غواړي چي
تندلاريتوب پرېږدي، وسله واله مبارزه غلطه او هيڅكله نه بريالۍ كېږي.


باراك اوباما د مسلمانانو د كتاب (قرآنكريم) په حواله وويل چي د يوه كس قاتل د
ټول انسانيت قاتل پكښي بلل سوئ دئ، او د يوه كس د ژوند ژغورل د ټول بشريت د ژغورلو
سره برابر دي، او همدا راز يې وويل چي قرانكريم د رښتيا په ويلو  امر كړى
دئ.


هغه اسرائيلو ته په خطاب كي وويل چي فلسطيني سيمي پرېږدي، پر فلسطيني خاوره دي د
ودانيو له جوړلو څخه ډډه وكړي. او له دې پرته د اسرائيلو او فلسطين په شخړه كي هيڅ
پرمختګ امكان نه لري.


باراك اوباما وويل ډېر جنګونه وسول، او خورا ډېري ويني توى سوې، دا زموږ ټولو
مسئوليت دئ چي د يوه او بل سره ګډي هڅي وكړو او د اسرائيلو او فلسطين په منځ كي د
هغوى د اولادونو ژوند له بيري او وحشت څخه وژغورو، چي د درو دينونو د ظهور مقدسه
خاوره د سولي او امن په سيمه بدله سي. او دى له خدايه غواړي چي بيت المقدس د
مسلمانانو، يهودانو او عيسويانو دپاره په يوه محفوظ كور بدل سي او د ابراهيم (ع)
اولادې ته د امن مقام ورپه برخه سي.


د اېران په اړه ولسمشر اوباما وويل څو كلونه كېږي چي اېران امريكا د خپل مخالف
هيواد په توګه پېژني، خو زه له تېرو دښمنيو څخه د وتلو په خاطر اېراني مشرانو ته په
واضحو الفاظو وايم زموږ هيواد له دوى سره ملګرۍ ته تيار دئ، ستونزه دا نه ده چي
اېران د چا مخالف دئ، بلكه پوښتنه دا ده چي اېران څه ډول راتلونكى غواړې.