کور / تازه خبرونه / خوست: يو پوليس او اته طالبان وژل سوي دي

خوست: يو پوليس او اته طالبان وژل سوي دي

د خوست چارواكي وايي د جمعې په سهار په دغه ولايت كي اته طالبان او يو پوليس وژل سوي دي.

ولايتي مقامات وايي طالبانو د جمعې په سهار درې بجې په صبرۍ ولسوالي كي د پوليسو پر يوه پوسته حمله وكړه چي د پوليسو په متقابلو ډزو كي اته وسله وال ووژل سول.

د صبريو ولسوال دولت خان قيومي د يوه پوليس وژل او دوو نورو ټپي كېدل هم تائېد كړل.