کور / خبرتیا او پيغامونه / له ټولو رسنیو څخه غوښتنه

له ټولو رسنیو څخه غوښتنه

دکندهار خبريالان له هغو ټولوراډيوګانواو ټلويزونونو څخه چې په افغانستان كې يا دافغانستان لپاره خپرونې لري په ډېر درنښت غوښتنه كوي چې دشهيدعبدالصمد روحاني دشهادت دلومړي تلين دلمانځلو په موخه درواني جون مياشتي د(۸) اتمي نېټې په شپه چې سباته ددوشنبې ورځ كيږي ديوې دقيقې لپاره خپلې خپرونې داحتجاج په ډول ودروي .

ديوې دقيقې لپاره دخپرونودځنډېدووخت دافغانستان په ساعت دشپې پوره (۸)اته بجې په پام كي نيول شوى دى .

همدارازدكندهار خبريالان له ټولوافغاني ويپاڼو،اونيزواو ورځپاڼوڅخه هم په درنښت هيله كوي چې دشهيدعبدالصمد روحاني دوژنكوپه خلاف او دشهيد روحاني اوافغان خبريالانو سره دخواخوږي په مرسته دخپلو خپرونولومړي مخونه داحتجاج په ډول توركړي يا پرې دشهيد روحاني انځورونه چاپ كړي .

درسنيوله لوري دا احتجاج به دشهيد روحاني دقاتلينوپه موندلو او په اوسنيو حالاتوكي افغان خبريالانو ته دورپيښو ستونزو اوګواښونوپه مخ نيوي كې مهم رول و لوبوي .

په درنښت

دكندهاردخبريالانوله خوا