افغان امنيتي مقامات وايي په روزګان ولايت كي يې د عملياتو پر مهال يو طالب قومندان له خپلو ملګرو سره وژلئ دئ.
د روزګان د امنيه قومندانۍ مرستيال محمدګلاب وايي دغه كسان د افغان پوليسو له خوا د چارچينو په ولسوالي د مخامخ جنګ په نتيجه كي وژل سوي دي.
هغه وويل ملادين محمد او ۲۲ ملګري يې د پنجشنبې په ورځ ناوخته له حكومتي پوليسو سره په نښته كي ووژل سول.خو طالب جنګياليو لا د حكومتي ځواكونو د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.