کور / تازه خبرونه / كندهار: ځانمرګي څلور تنه مړه اته ټپيان كړل

كندهار: ځانمرګي څلور تنه مړه اته ټپيان كړل

د كندهار د سپين بولدك پوليس وايي د شنبې په سهار د دې ولسوالۍ د موټرو په يوه اډه كي چاودني څلور كسه ووژل.


د فرانس پريس آژانس د كندهار د پوليسو په حواله وايي بريدكوونكى پر موټرسايكل ناست وو چي د ګڼي ګوڼي په دې مركز كي يې ځان وچاودئ څلور كسه يې مړه او اته تنه يې ټپيان كړل.


بلي خواته د ققنوس آژانس د پېښي مړي يو تن او د ټپيانو شمېر اته كسه په ګوته كړئ چي وايي قربانيان يې ټول ښځي او كوچنيان دي.


سپين بولدك له ډيورنډ كرښي ته څرمه ولسوالي ده، چي پخوا يې امنيتي وضعيت آن د كندهار تر ښار هم ښه وو، خو د يوې اونۍ په جريان كي دا دوهم ځانمرګى بريد دئ چي پكښي ترسره كېږي.


تېره اونۍ په همدې ولسوالي كي د ګمرك مخته د پوليسو پر يوه موټر ځانمرګې حمله سوې وه، چي پنځه پوليس يې پكښي وژلي وو.