کور / تازه خبرونه / په خوست او پكتيا كي مرګ ژوبله اوښتې

په خوست او پكتيا كي مرګ ژوبله اوښتې

په پكتيا او خوست كي امنيتي ځواكونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د شنبې په سهار د خوست په دومند ولسوالي كي د ملي پوځ يو سرتېرى مړ او يو بل يې ټپي سي.

د جنرال محمد اسرارپه نوم د خوست يوه پوځي چارواكي دغه پېښه تايېد كړه او وايي پورتنۍ مرګ ژوبله د ماين د يوې چاودني له كبله رامنځته سوې ده.
 
په يوه بله پېښه كي د پكتيا په ډنډ پټان ولسوالي كي د سرحدي لېوا پنځه پوليس ټپيان سوي دي، چي د والي وياند روح الله سمون يې علت د سړك د غاړي ماين چاودنه په ګوته كړه.


د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې چاودنو مسئوليت پر غاړه اخيستئ او وايي د پكتيا په زرمت ولسوالي كي يې د امريكايي پوځيانو يو موټر له منځه وړئ او پكښي سپاره پوځيان يې ټول وژلي دي.